کابل: پاکستان تر بل هر وخت همکارۍ ته ليوال دی
۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبهپه پاکستان کي د طالبانو د پټنځايونو شتوالي، د طالبانو سره د پاکستان د حکومت اړيکو او په دغه هيواد کي ميشت د حقاني شبکې د افغانستان د سولي په بهير کي د پاکستان ښکيلتيا په يو ډير ضروري شرط بدل کړی دی.
د سولي د عالي شورا منشي، محمد معصوم ستانکزی، وايي چي د لومړي وزيرګيلاني سره په کتنه کي، افغان ولسمشر، حامد کرزي، د پاکستان پر حکومت ږغ کړي چي د طالبانو سره مرسته وکړي ترڅو د افغانستان د سولي د بهير سره يو ځای سي.
« د پاکستان سره د خبرواترو پر مهال د افغان پلاوي پيغام ښکاره ؤ او هغه دا چي هغه کسان چي غواړي د افغانستان د سولي د بهير سره يو ځای سي بايد هغوی ته د دغه کار زمينه هم برابره سي.»
د ستانکزي په خبره افغان ولسمشر ويلي چي هغه کسان چي نه غواړي د افغانستان د سولي د بهير سره يوځای سي، هغوی بايد له صحنې و ايستل سي.
« ولسمشر دا هم وويل چي، دوی ته بايد د دې شرايط مساعد نه وي چي خلک د جګړي له پار وهڅوي.»
د افغان ولسمشر وياند، وحيد عمر، هم ويلي چي د افغانستان د دغو غوښتنو په وړاندي پاکستان تر بل هر وخت د همکارۍ ډيره ليوالتيا ښودلې.
«پاکستان زموږ سره ځيني وعدې کړي چي هيله لرم دغه وعدې عملي هم کړي.»
وحيد عمر دا خبره روښانه نه کړه چي د پاکستان حکومت د افغانستان سره کومي مشخصي وعدې کړي.
حامد کرزی په داسي حال کي پاکستان ته په دوه ورځيني سفر تللی ؤ چي د اسامه بن لادن د وژل کيدو وروسته اوس په متحده ايالاتو کي د افغانستان جګړې ته د پای د ټکي د ايښودلو غوښتني ډيري سوي دي.
د پاکستان او افغانستان اړيکي ډير ځلي د دواوړو هيوادونو لخوا پر يو بل د بې اعتمادۍ او په دغو هيوادونو کي د تاوتريخوالي له وجي ترنګلي سوي دي.
که څه هم افغان حکومت څو واره پر طالبانو ږغ کړی چي د سولي د بهير سره يو ځای سي، خو طالبانو بيا هر وخت دغه غوښتني رد کړي دي.
يو شمير کارپوهان په دې اند دي چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژنه کيدای سي د سولي د پروګرام سره د طالبانو د يوځای کيدو لامل سي.
که څه هم پاکستان د افغانستان په جګړه کي د متحده ايالاتو ملګری دی، خو د دغه هيواد استخباراتي سازمان بيا د طالبانو او القاعدې سره په اړيکو درلودو تورن دی.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل