1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: په ميليونو کوچنيان له خطر سره مخامخ دي

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي نزدې شپږ ميلیونه کوچنيان په دغه هيواد کي له بېلا بېلو خطرونو سره مخامخ دي. فزیکي زور زیاتی، لوږه، بې کوري، شاقه کارونه او جنسي تیری د کوچنیانو پر وړاندي تر ټولو لويي ستونزي ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/16m5a

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسمي شمیرو له مخي، له ګواښ سره د مخامخ ماشومانو له ډلي څخه دوي توانیدلي دي چې نیمايي یعني درې ميلیونه کوچنيان د خپلو مرستو تر پوښښ لاندي ونیسي.

په همدې حال کې سږکال د ماشومانو پر وړاندي د جنسي تیریو پېښي هم زیاتوالی ښيي. یوازي په هرات ولايت کي تر اوسه دغه ډول اویا پيښي ثبت شوي دي.

د ولسي جرګې د غړې نظیفې ذکي په وینا د دغه راز پیښو له عاملینو سره د حکومت نرم چلند د دې لامل شوی دی، چې ماشومان په سیستماتیک ډول د زور زیاتیو له څپې سره مخامخ سي:

«د خدای له پاره، په کوم دین او کتاب کې راغلي دي چې پر ماشومانو باندي دي تیری وشي، د افغانستان په ټولنه کې ولي دا بدبختي رامنځته شوې ده، ولي موږ او تاسو د حکومت او ولسمشر گرېوان نه نیسو تر څو پر ماشومانو تیري کوونکو ته سخته جزا ورکړي.»

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولين وايي، چي دوی د کوچنیانو د ژوند ښه کولو له پاره کرار نه دي ناست او د څو بنسټونو پر جوړلو سربیره یې درې ميلیونه کوچنیان تر خپل پوښښ لاندي راوستي دي.

په افغانستان کي يوه ستره ستونزه د بې ځايه سوو کورنيو ده
په افغانستان کي يوه ستره ستونزه د بې ځايه سوو کورنيو دهانځور: dapd

د دغه وزارت ویاند علي افتخاري وايي: «د دې انديښنو پر وړاندي مو د ماشومانو حمایوي مرکزونه جوړ کړي دي، چې د کوڅو ماشومان پکښې ساتل کیږي، ستراتیژي مو جوړه کړي ده، همدا راز نور کارونه هم تر لاس لاندي لرو، چې وکړای شو د ماشومانو حالت ته مثبت بدلون ورکړو.»

د افغانستان په ډیرو ولایتونو او حتی پلازمېنه کابل کې ډیر ماشومانو په داسي کارونو بوخت دي، چې تر توان يې لوړ دي، لیکن د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو له پاره له سهار وختي څخه تر ماښامه په درنو کارونو بوخت وي.

د ماشومانو مدافع سازمانونه وايي، چي اقتصادي کمزورتیا، د خلکو د پوهي د کچې ټیټوالی، قانوني معافیت او له مجرمانو سره د جدي چلند نه کیدل هغه څه دي چې افغان حکومت د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره نه دي تر سره کړي.

دغه سازمانونه وايي، چي د ماشومانو په برخه کې د ملي او نړیوالو قوانینو پلي کول، هغوی له شاقه کارونو څخه منع کول، په وسله والو ځواکونو کې د کم عمره ماشومانو نه شاملول او په زندانونو کې له ډیرعمره کسانو څخه د ماشوم بندیانو جلا کول د حکومت دنده ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب