1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: په واده کي د چاودنې د قربانيانو شمېر ۶۳ ته ورسید

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د واده پر مراسمو د بمي بريد د مرګژوبلې شمېرې ښايي نورې هم زياتي سي. دمګړی د ۶۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی.

https://p.dw.com/p/3O4xS
Afghanistan Kabul Anschlag auf Hochzeitsfeier
انځور: Reuters/M. Ismail

چادونه د شنبې په ماښام د پلازمېني کابل په شپږمه امنيتي حوزه کي د ودونو په يوه سالون کي په داسي وخت کي رامنځ ته سوه، چي د يوه واده مراسمو جريان درلود.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۶۳ انسانان وژل سوي او تر ۱۸۰ زيات نور ژوبل سوي دي. د وياند په خبره چاودنه په ځايي وخت تقريبا لس نيمي بجې رامنځ ته سوه.

يو عيني شاهد ویلي دي چي چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي يو ځانمرګي بريدګر چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړ. د عيني شاهد په وينا چاودنه هلته رامنځ ته سوه چيري چي ګڼ شمېر ماشومان هم موجود ول. 

تر اوسه هيڅ يوې ډلې د دغه بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې. د طالبانو وسله والې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد، په دغه بريد کي د طالبانو لاس لرل رد کړي دي او په خپل پيغام کي يې دغه بريد غندلی دی. په تيرو وختونو کي د داعش ډلې د يو شمير داسي بريدونو پړه په غاړه اخيستې چي پکښي پاسته هدفونه په نخښه سوي. پاسته هدفونه هغو ځايونو ته ويل کيږي چي امنيتي تدابیر یې سخت نه وي او پکښي ملکيان موجود وي.

د عيني شاهدانو په حواله په خبري رپوټو کي راغلي چي تر چاودنې وروسته تر شلو دقيقو پوري ټول سالون له دود څخه ډک وو. په خواله رسنيو کي د دغې پيښي وروسته وخت ويډيوګانې لاس پر لاس کيږي چي په کي وير کوونکي انسانان ښودل کيږي چي په خپلو خپلوانو پسي ګرځي او يا پر وژل سوو باندي وير کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني وياند صديق صديقي، د واده پر مراسمو دغه بريد جنګي جنايت ياد کړی دی او د ټويټر په خپل پيغام کي يې د قربانيانو د کورنيو سره غمشريکي کړې ده.

تعقيب: په افغانستان کي د داعش ډلې د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده.

(aa/ms (afp, dpa, rtr