1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: ځانمرگي برید شپږ کسان ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

په کابل کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې د ماشومانو په گډون شپږ کسان ووژل شول. چارواکو ویلي دي چې دغه پېښه د ناټو د اډې مخکې رامنځ ته شوې ده. نن په افغانستان کې عمومي رخصتي وه. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/165Pd
انځور: AP

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دئ چې طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده. طالبانو ویلي دي چې د برید هدف ئې د امریکايي استخباراتي سازمان (CIA) غړي ول.

په افغانستان کې د «شهید اونۍ» لمانځل کیږي چې له کبله ئې نن عمومي رختصي اعلان شوې ده. افغان ځواکونو د کابل د بیلابیلو په سیمو کې ځانگړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال ویلي دي چې تر پېښې وروسته، افغان ځواکونو د ناټو اډې ته رسیدونکې لارې تړلي دي. دغه اډه د کابل په یوې دیپلوماتیکې سیمې کې د ایټالیا سفارت ته نزدې پرته ده.

د افغانستان کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یو ځانمرگی برید وو چې په کې شپږ کسان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.»

په همدې حال کې یوه بل افغان امنیتي چارواکي چې نه ئې غوښتل نوم ئې واخیستل شي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه ځانمرگی برید د یوه وړوکي هلک له خوا تر سره شو. تر اوسه پورې په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپیان دي. د پېښې ډیری قربانیان واړه ماشومان دي چې د ناټو اډې ته نزدې د پلورونکو په توگه کار کوي. هغوی دغې اډې ته تگ راتگ کوي.»

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال ایوب سالنگي، تر دې د مخه دغه پیښه تائید کړې وه خو د مرگ ژوبلې شمیر ئې ټیټ ښودلی وو. هغه ویلي ول: «یو ۱۶ کلن پیاده هلک دغه برید تر سره کړ. هغه څلور تنه ووژل او دوه نور ئې ټپیان کړل. د پېښې قربانیان ټول ملگي وگړي دي. د وژل شوو او ټپیانو په ډله کې ډیر شمیر ماشومان هم شامل دي.»

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې دغه برید د طالبانو له خوا تر سره شوی دئ «چې په کې د امریکا د استخباراتي سازمان ډیری غړي وژل شوي دي.»

په کابل کې د ایساف چارواکو ویلي دي چې له د دې چاودنې له کبله د هغوی ځواکونو ته کوم زیان نه دئ اوښتی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض