1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کي په لسگونه ټنه بې کيفيته درمل وسوځول سول

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

د عامي روغتيا وزارت چارواکو د کابل له بيلا بيلو درمتلونونو او درمل ليږدونکو شرکتونو څخه را ټول کړي شاوخوا ۳۲ ټنه هغه درمل وسوځول چي ويل کيږي د کاروني موده يي پای ته رسيدلي وه.

https://p.dw.com/p/12stg
انځور: Fotolia/Falko Matte

د عامي روغتيا وزارت پر داسي مهال دغه ګام پورته کوي چي دمګړۍ په ډيرو درمتلونونو کي بي کيفيته او تاريخ تير د رمل خرڅيږي.

پر دي سربيره لا هم د کابل په يو شمير بازارونو کي د ډاکټر له نسخي پرته درمل د تبنګونو پر سر خرڅلاو ته ايښودل سوي، چي دې کار هم د ښاريانو سخته انديښنه را پارولې ده.

ډير کابل ښاريان د بې کيفيته او خپل سرو دارو درملو په خرڅلاو باندي حکومت تورنوي، ځکه د هغوی استدلال دا دی چي حکومت نه سي کولای ټول درملتونونه وڅيړې او هغوی ته لازم هدايات ورکړي.

د عامي روغتيا وزارت د وياند کارګر نور اغلي د وينا له مخي، دغه د ارو درمل تيره ورځ د کابل په يوه څنډه کي چيرته چي د استوګني له کورونو ډير واټن لري د کورنيو چارو، عامي روغتيا، چاپريال ساتني اداري او همدا راز يو شمير کابل ښاريانو تر منځ وسوځول شول.

ښاغلی اغلي وايي، چي تاريخ تير درمل نه يوازي دا چي ناروغ ته ګټه نه رسوي، بلکي جانبي عوارض هم لري چي تر ډيره بريده د ناروغانو د مړيني لامل ګرځي.

د څه باندي ديرش ټنو دغو دارو درمل محموله چي سوځول کيده د يو شمير کابل ښاريانو له تاوده هرکلي سره مخ سوه.

د کابل ښار د خيرخاني ميني يوه تن اوسيدونکي حاجي شيرحسن دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي دوی د حکومت د دغه کار تود هرکلی کوي خو داسي نه چي بيا څو مياشتي په درملتونونو څارنه پای ته ورسوي، چي ګواکي څو ورځي دمخه مو يوه غټه اندازه تارخ تير درمل سوځولي دي.

نوموړی وايي، حکومت بايد په متواتره توګه د بي کيفيته دارو درملو د څارني او د هغوی د له مينځه وړلو په برخه کي اقدام وکړي او دا کار متواترو هڅو ته اړتيا لري.

په ورته وخت کي د کابل ښار د پروژه جديد په سيمه کي د روحاني په نامه ددرملتون مالک وايي، چي دوی هيڅ کله هم تاريخ تير درمل نه راوړي خو دا چي کله نا کله درمل سمه اغيزه نه لري دا د هغو شرکتونو قصور دی، چي له بهر څخه دارود رمل را واردوي.

نوموړی وايي، چي دغه شرکتونه تر ډيره بريده د ايران او پاکستان په بازارونو کي پيرودل کيږي او هلته د افغان شرکتونو مالکان درمل جوړونکو ته وايي چي په کمه بيه ورته دارو درمل برابر کړي چي خامخا بيا دغسي دارو درمل په ناروغ هغسي چي يي تمه کيږي اغيز نسي لرلای.

د يادولو وړ ده چي افغانستان ته تر ډيره له ګاونډي هيواد پاکستان څخه دارو درمل را ليږدول کيږي.

په ډيرو مواردو کي افغانانو شکايت کړی، چي دغه دواوي هيڅ راز اغيزمنتوب نه لري او يوازي د دوی د جوبونو د لوټولو لپآره راوړل سوي دي.

خو هغه څه چي يي د عامي روغتيا وزارت چارواکي مطرح کوي هغه دا دي، چي له ګاونډيو ملکونو سره د افغانستان اوږده پوله او د هغې نه کنټرول ددې لامل سوي چي د دارو درملو سوداګر په قاچاقي لارو له ګمرکي محصول او د کيفيت له کنټرول پرته دارو درمل ملک ته را وړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل