1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کابل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

د سه شنبې په سهار د کابل په مکرویانو سیمه کې چاودنه شوې ده. دغه ځای ته څیرمه د امریکا سفارت هم موقعیت لري. د چارواکو په وینا په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او نور نهه تنه ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2j0C9
Afghanistan Explosion nahe US-Botschaft in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، ویلي دي چې چاودنې یو خصوصي بانک په نښه کړی او د امریکا سفارت د پيښې ځای ته په ۵۰۰ مترۍ کې پروت دی.

د پیښې په هکله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «په کابل کې د مسعود څلور لارې ته څیرمه یوه چاودنه شوې. په دې هکله به نور جزئیات وروسته خپاره شي.»

بل لوري ته بیا د همدې وزارت یوه چارواکي زیاته کړه چې دغه چاودنه د یوه بانک مخې ته شوې ده. نوموړي چارواکي وویل چې د امنیتي ځواکونو سرتیري د اختر تر رخصتیو وړاندې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو له پاره دغه بانک ته ورغلي وو.

په عین وخت کې د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د کابل روغتونونو ته تر اوسه پورې یو مړی او اته تنه ټپیان وروړل شوي دي.»

دغه چاودنه په ځايي وخت د سهار په لسو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوې ده. چاودنه د امریکا سفارت او د کابل ډپلوماتیکې سیمې ته نیږدې په یوه داسې سیمه کې شوې چې ګڼ شمیر دوکانونه او بانکونه په کې فعالیت کوي.

د افغانستان او سویلي آسیا په هکله د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د نوې تګلارې تر اعلان وروسته، دا تر ټولو تازه چاودنه ده چې په جنګ ځپلي کابل کې پیښیږي. د دې برید مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د همدې کال د مې په میاشت کې د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د لارۍ په یوه چاودنه کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي او نږدې ۴۰۰ ټپیان شوي وو.

په کابل کې د امام الزمان پر جومات د برید انځورونه: