1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«کابل کې چاودنې دوه پولیس وژلي»

۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د یوه افغان چارواکي په وینا کابل کې د پولیسو یوې پوستې ته څیرمه چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس وژلي دي. په پيښه کې څو پولیس ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3N7aA
Afghanistan Kabul - Polizeiaufgebot nach Angriff
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Photoshot/R. Alizadah

اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، له قوله لیکلي دي چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای ۳۱مه) رامنځ ته شوي چاودنې درې پولیس ټپیان کړي هم دي.

د یاد خبري آژانس په وینا لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبان او داعش ډلې د افغان حکومتي ځواکونو، چارواکو او ملکیانو پر وړاندې بریدونه تر سره کوي.

په عین وخت کې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت، ویلي دي چې د طالبانو د دوو سیالیو ډلو تر منځ د نښتو په پایله کې دوې ښځې او یو ماشوم وژل شوي دي چې په متقابلو فیرونو کې راګیر شوي وو.

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولي پر مذاکراتو سربیره په افغانستان کې تاوتریخوالی ادامه لري. همدا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې یو سرویس موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو چې په پایله کې یې ۳۴ کسان ووژل شول.

sr/nz (AP)