1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:اسلامي ضد احساسات القاعده نوره غښلې کوي

۱۳۸۹ شهریور ۲۵, پنجشنبه

کارپوهان وايي چې، په نيويارک کې د جومات ضد اعتراضونه او قرآنکريم ته د سپکاوي کوښښونه د القاعدې مشر اوساما بن لادن ته، يوه ډېره ښه وسيله په لاس ورکوي.

https://p.dw.com/p/PDDI
په القاعدې شبکې پوري تړلې يوه ډله
په القاعدې شبکې پوري تړلې يوه ډلهانځور: picture-alliance/dpa

په لندن کې د اقتصادي او سياسي پوهنو له ښوونځی څخه د منځني ختيز د سياست او نړيوالو اړيکو پروفيسور فواز جيرجز د فرانسپرس آژانس ته وويل، په لويديز کې له اسلام څخه وېره هغه اکسجن دئ، چې القاعده ژوندۍ ساتي.

د تروريزم پرضد جگړه، القاعدې ته هغه عقيدوي او ديني د سون توکي جوړوي، د کومو په مرسته چي د نړۍ مسلمانانو ته ويلی شي: وگورئ، موږ د اسلام ساتونکي يو، لويديزوال د ديندارانو پر ضد جنگيږي. دا ستراتيژي په متمدنه نړۍ کې تضاد را منځ ته کوي.

جيرجز پر دې خبره ټينگار کوي، چې لويديزوال د خپل ځان په وړاندي جگړې ته مجبور سوي او دا يوه تلکه ده.

نوموړی وړاندې وايي، په مسلمانه نړۍ کې وروستيو اعتراضونه مثلا افغانستان او اندونيزيا کې د فلوريدا د ايالت د يوې وړې پروټستانتي کليسا د پاستور او يو څو ملگرو د دې هوډ په وړاندي چي غوښتل يې د قرآنکريم څو نسخې وسوځوي، وښوده چي په څومره آسانۍ سره خلک استعمالېدلای سي.

پاستور ټيري جانز خپل پلان له دې کبله وځنډاوه، چي وايي داسې ژمني ورسره سوي، چي په نظر کي نيول سوی اسلامي کلتوري مرکز به په نيويارک کي له گرنډ زيرو يعني هغه ځای څخه ليري جوړيږي،چې د ٢٠٠١کال د سپتمبر د مياشتې پر ١١ ورځ نړول سوي نړيوال سوداگريز مرکزونه ولاړ وه.

جيرجز او فرانسوی ټولن څېړونکی دومنيک توماس په دې کي سره يو نظر دي، چې القاعده له اسلام څخه د خپلو سياسي موخو د سر ته رسولو په منظور گټه اخلي.

جيرجز وايي: ودرېږی او وگورئ: چي په څو راتلونکو ورځو يا اونيو کي به، په غالب گمان د القاعدې له دوهم کس ايمن الظواهري څخه، داسې يو کست درته رسيږي، چي هغه به د قرآنکريم د سوځولو له احمقانه موضوع سره اړه ولري.

توماس وويل: تر اوسه پورې خبره د امنيتي دلايلو له کبله فيصله نه ده. د دې بنسټيزه مذهبي حرکتونو شا ته يو سياسي انقلابي خوځښت ولاړ دی، هم هغه د دريمي نړۍ د انقلابي حرکت په شان، کوم چي هېڅ مذهبي ريښې نه لري.

دوی وايي لويديزوال زموږ هېوادونه نيسي؛ دوی دا اتيا کاله کيږي چې د ١٩١٦ ميلادي کال د يوه تړون له مخه زموږ سيمې پلټي. دا په مستقيم او غيرمستقيم ډول سره استعماردئ.

دوی زموږ شتمني غلا کوي، دوی زموږ پر هېوادونو تعرض کوي، دوی زموږ ښځې او ماشومان وژني. او دې ته سياست وايي. اسلام له دې سره هېڅ اړوند نه لري.

آژانسونه/ محمد عارف وردگ

کتونکی: نجيب الله زيارمل