1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:د دوهم پړاو ټاکني سمتي بڼه غوره کوي

۱۳۸۸ مهر ۲۹, چهارشنبه

د زمري د مياشتې د ولسمشرۍ د ټاكنو وروستۍ پايلي چې وروسته له دوو مياشتو څخه اعلان سوې له مخه به يې په دويم پړاو كي د دوه و نوماندانو حامد كرزي او ډاكتر عبدالله عبدالله تر منځ د لړم د مياشتې پر 16 نيټه تر سره سي...

https://p.dw.com/p/KBwx
ډيری افغانان دوهم پړاو ټاکنو ته زړه نه ښه کوي
ډيری افغانان دوهم پړاو ټاکنو ته زړه نه ښه کويانځور: AP

دويم پړاو ته د ټاكنو د لويدو اعلان نه يواځې دا چې د نانندريزو ټاكنو په اړوند د خلكو انديښنې يې كمې كړي ندي بلكې دا انديښنې له خلكو سره موجودې دي چي آيا د دويم پړاو ټاكنې به رڼې تر سره شي، امنيتي ستونزې ، په ټاكنو كي د خلكو د ګډون كچه او ځينې نورې ستونزې هغه پوښتنې دي چې له خلكو سره موجودې دي.

په دې اړه په کابل کي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو خبريال د څينو سياسي كارپوهان نظر او د هغوي انديښنې پوښتلي.

سياسي كارپوه داد نوراني وايي چې: دويم پړاو ټاكنې به له ستونزو سره مخامخ شي. افغان كارپوه حيات اله پياوړى وايي چې: د ټاكنو په دويم پړاو كې به د زمري د مياشتې د ټاكنو ترخې تجربې تكرارې شي.

داد نوراني په دې آند دى چي د ټاكنو دويم پړاو به قومې حالت غوره كړي.

« دا به په هيڅ صورت د قومي بڼي څخه ژغورل سوي نه وي. عبدالله به کوښښ وکړي چي د افغانستان په مرکزي او شمالي ولاياتو کي دا ويښي چي کرزی په جنوب کي ډيري رايي وړي نو تاسې ماته رايه راکړی چي دلته دا پروسه قومي بڼه غوره کړي. خو زه فکر کوم چي کرزی هم هلته ډير امکانات لري او رايي به تر لاسه کړي.»

داد نوراني زياتوي : امريكائيان به د ټاكنو په دويم پړاو كې هڅه وكړي تر څو د هغو تير وتنو او سرغړونو مخه ونيسي چې د ټاكنوپه لمړي پړاو كې تر سره شول .

ډيرې افغانانو دا تمه درلوده چې د ټاكنونانندريز حالت د پاى ته ورسږي خو داسې ونشو اوټاكنې دويم پړاو ته ولاړې نه يواځې داچې د خلكو دې تمې ته مثبت ځواب ورنكړ شو بلكې خلك لانور هم انديښمن شوي دي چې دټاكنو په دويم پړاوكې به له نورو كومو ستونزوسره مخ شي.

بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل