1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د طالبانو سره اوس بايد خبري وسي

۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبه

د افغانستان دپاره د کارنيګي د سولي د بنسټ څيړونکي گيليس دورنسورو، وايي، چي د ۲۰۱۲ م کال دوبی، د سولي د معاملې وخت دی، ځکه چي د ناټو په مشرۍ مرسته او د پوځونو شمير يو پر دري راټيټيږي.

https://p.dw.com/p/120lp
«طالبان به د افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري ونه کړي»
«طالبان به د افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري ونه کړي»انځور: AP

د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د څو غټو ښارونو د امنيت د سپارلو لړۍ دوام لري، خو تاو تريخوالی هم تر خپلي لوړي کچي رسيدلی. څيړونکي وايي چي د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو لا ډيره اړتيا ليدل کيږي.

د طالبانو او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ پټي اړيکي په آلمان او قطر کي پخوا لا نيول سوي وې، خو په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د دايمي اډو په اړه لا تشويش پر ځای پاته دی.

ويل کيږي چي دغه اړيکي لا داسي يو پړاو ته نه دي رسيدلي، چي په افغانستان کي رواني لس کلني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. څيړونکي په دې باور دي، چي د پخوا په پرتله د طالبان سره د سولي خبري اتري اوس ډيري اړيني دي.

هغه وايي:« تر هغي وروسته به د طالبانو له خوا د فشار تر ډيريدو دا ډير ګران کار وي.» د هغه په آند د پوځونو تر وتو وروسته به په بريدونو کي ډير والی راسي. هغه وايي چي د طالبانو سره اوس هم د سولي په خبرو کي پرمختګ کيدای سي.

د هغه په خبره، په دې لاره کي پرمختګ هله ممکن دی، چي د پاکستان له لوري مرسته وسي. پاکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري، چيري چي طالبان او القاعده پاخه سنګرونه لري.

هغه وايي:« طالبان به ولي خبرو اترو ته غاړه نه ږدي؟ که پاکستان دوی ته وايي، چي تاسوبه نړيوال رسميت او پيسي ترلاسه کړی او هره ورځ به بمونه نه در باندي اورول کيږي.

خو هغه وايي:« چي طالبان به د افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري ونه کړي، ځکه چي د خبرو اصلي ټکی د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل، او په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو دايمي اډي دي.»

سيمه ييز څيړونکي او ژورناليست احمد رشيد تيره مياشت په فايننشل ټايمز ورځپاڼه کي د طالبانو او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د خبرو اترو خبره کړې وه، او ويلي يي و، چي د دغه خبرو لومړی پړاو د ۲۰۱۰م کال د نومبر په مياشت کي د آلمان د مونشن په ښار کي تر سره سوی. دوهمه غونډه په قطر کي او دريمه بيا هم د روان کال د می په مياشت کي په آلمان کي تر سره سوي وې.

افغان ولسمشر کرزي له طالبانو سره د سولي خبري اتري تير کال مطرح کړي وي او طالبانو ته يي «ورونو» خطاب کړي وو. حتي د خپل ورور د جنازي په مراسمو کي يې هم پر طالبانو ږغ وکړ چي سولي ته غاړه کښېږدي.

يو بل لويديځ وال ديپلومات د نوم د نه بربنډولو په شرط ويلي، چي دا خبره روښانه نه ده چي آيا طالبان خبرو اترو ته چمتو دي او که نه؟ ځکه چي، هغوی په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د دايمي اډو څخه په ويره کي دي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل