1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان د لوی څارنوالۍ وروستۍ فيصله نيمگړې بولي

۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

د سياسي چارو شنونکي د پارلماني ټاکنو د ورستيو پايلو په اړه د لوی څارنوالۍ د وروستۍ پريکړي په اړه بيلا بيل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/QWMw
لوی څارنوالۍ پرون وويل چي د ټاکنو د ګڼ شمير برياليو نوماندانو د خيانت په اړه له دوی سره ترتيب سوي دوسيې اوس ستري محکمې ته استول سوي دي.
لوی څارنوالۍ پرون وويل چي د ټاکنو د ګڼ شمير برياليو نوماندانو د خيانت په اړه له دوی سره ترتيب سوي دوسيې اوس ستري محکمې ته استول سوي دي.انځور: DW

لوی څارنوالۍ په يوه بې ساري اقدام کي د ټاکنو د ورستيو پايلو د باطليدو غوښتنه کړې ده.

د لوی څارنوالۍ مرستيال وايي چي دغه غوښتنه په ټاکنو کي د پراخو درغليو او د کمېسيون د چارواکو له لوري د بډايه او وسله والو زور واکانو د کاميابيدو په غبرګون کي سوې.

د رحمت الله نظري وينا ده چي دوی کافي شواهد او دوسيې په واک کي لري چي د ټاکنو د کمېسيون د لسګونو تنو غړو د درغليو ثبوت ورباندي کولای سي.

خو سياسي شنونکي بيا د لوی څارنوالۍ د دغه پريکړي په اړه بيلا بيل نظرونه لري.

د سياسي چارو شنونکي عبدالستار سعادت په دې اند دی چي که چيري د ټاکنو د کمېسيونونو د چارواکو په اړه له لوی څارنوالۍ سره د خيانت دوسيې موجودي وي نو بايد تردي يې هم شديد حکم کړی وای.

د نوموړي په وينا، له ټاکنو وروسته د يو شمېر نوماندانو له لوري د تنظيم سوو لاريونونو پر مهال د يو شمير ولسي وګړو وژل کيدل د قانون له مخه جنايت بلل کيږي چي عاملينو ته يي بايد عمر قيد او يا هم د اعدام سزا وارول سي.

«د دې کمېسيون د چارواکو د اجراتو له امله په افغانسان کي پراخه نارضايتي رامنځ ته سوې، لاريونونه وسول، خلکو په لارو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دغه اختشاش عاملين که نتيجه ګيري وکړو لامل يې له درغليو دکي ټاکني وي، چي د کورني او بهرني امنيت د ضد قانون له مخه دوی ته بايد مجازات ورکړل سي چي تر اوسه دا کار ندی سوی».

د افغانستان د پارلماني انتخاباتو څخه راپورته سوي لانجې اوس خپل ډير نازک پړاو ته رسيدلي او ولس هم تر اوسه پوري په دي ډاډه ندی چي کوم کسان به يي په پارلماني کي استازي توب کوي.

لوی څارنوالۍ پرون وويل چي د ټاکنو د ګڼ شمير برياليو نوماندانو د خيانت په اړه له دوی سره ترتيب سوي دوسيې اوس ستري محکمې ته استول سوي دي.

د څارنوالۍ د مرستيال رحمت الله نظري په وينا ستره محکمه به د دوسيې له څيړلو وروسته هرو مرو د دوی غوښتني ته د هو ځواب ورکوي.

«موږ چي کوم شواهد او مدارک را ټول کړي هغه به د قاضي القضات د قناعت وړوي او زموږ هغه غوښتنه به ومني چي د ټاکنو وروستۍ پايلي باطلي اعلام سي».

خو د سياسي چارو بل شنونکي ډاکټر کبير رنجبر بيا په دې اند دی چي د ټاکنو د ورستيو پايلو په اړه د لوی څارنوالۍ وروستۍ پريکړه لږ تر لږه يو ګام دی خو د بسني وړ يي نه بولي.

رنجبر وايي چي لوي څارنوالۍ بايد داسي حکم صادر کړي وايي چي دغي لانجي ته يي د پاي ټکي ايښي واي.

د يادولو وړ ده چي د لوی څارنوالۍ دغي پريکړي ډيري پاته راغلي کانديدان خوشاله کړي دي.

يو شميرکانديدانو له دويچه ويله سره په خبرو کي د بيا ځلي ټاکنو د تر سره کيدو غوښتنه کړې ده خو که څه هم د لوی څارنوالۍ دغه پريکړه به څه نا څه د ټاکنو په ورستيو پايلو کي بدلون راولي خو په ټوليزه توګه په اوسنيو حالاتو کي د بيا ځلي پارلماني انتخاباتو تر سره کيدل شونی کار نه بريښي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل