1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان د مهاجرو د ادغام په برخه کي د آلمان ستاينه کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د ډيرو مهاجرو د منلو له امله کارپوهان اوس د مهاجرو او د هغوی د مدغمېدو په برخه کي د آلمان د سياست بيلانس وړاندي کړی. هغوی آلمان ته د مهاجرو د خوښي وړ هيواد په سترگه گوري، خو د اروپايي ټولني په اړه اندېښمن دي.

https://p.dw.com/p/3I7ql
Deutschland - Sachverständigenrat deutscher Stiftungen SVR
انځور: DW/C. Strack

د مهاجرت او مدغمېدو په برخه کي د آلماني بڼسټ د کارپوهانو شورا، له ۲۰۱۵ م کال راهيسي د په سونو زرو پناه غوښتونکو د منلو له امله د دغه هيواد ستاينه کړې چي دا کار د آلمان پر ټولو ښارونو، ايالتونو او همدارنګه د مدني ټولنو پر فعالانو او انفرادي اشخاصو باندي هم دلالت کوي. هغوي خپل د بيلانس نتيجه داسي بيانوي: «د مهاجرو د ادغام په برخه کي ډير څه سوي خو بيا هم ډير څه په مخکي دي». دا په عين حال کي يو خبرداری هم دی چي د مهاجرو د مدغميدو په برخه کي بايد نور څه هم وسي.

د ميرکل تاريخي جمله

د «په تيرو کلونو کي د ادغام او مهاجرت سياست پسمنظر» تر عنوان لاندي رپوټ کي چي۲۲۰ پاڼي لري، فقط يو وار د آلمان د صدراعظمي انګيلا ميرکل د هغي تاريخي جملې يادونه سوې چي ويلي يي ول«موږ به يي تر عُهدې ووزو». د دغې تاريخي جملې د ويلو له کبله ميرکل له ډيرو انتقادونو سره هم مخامخ سوه.

کارپوهان آلمان ته د خارجيانو د راتګ موضوع ته په اشارې سره ددې خبري يادونه هم کوي چي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کي د اروپايي ټولني د اتباعو په پرتله ډير پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي. او له هغه راهيسي د اروپايي ټولني له هيوادو څخه هم مسلکي کسان راغوښتل سوي، دا ځکه چي د جرمني په ډيرو سيمو او مختلفو برخو کي مسلکي کارپوهانو ته اړتيا ليدل کيږي.

همدارنګه آلمان بايد له اروپايي ټولني هيوادونو څخه د غربت له امله مهاجرتونه له پامه ونه غوځوي او هغوی ته د مدغميدو او زده کړو زمينه برابره کړي.

لويديځ بالکان

کارپوهان د خارجي کاري قوې له پاره د آلمان د کار د بازارونو پر پرانيستلو باندي هم ټينګار کوي. د مثال په ډول د ۲۰۱۵م کال د لويديځ بالکان هيوادونو په اړه قانون، چي له مخي يي له سربستان، مونتنيګرو، کوزوو، البانيا، بوسنيا او شمالي مقدونيا څخه کارګرانو ته په آسانۍ سره ويزه ورکول کيږي. د دې کار په مقابل کي بايد نوموړي هيوادونه د دريمو ډاډمنو هيوادونو په توگه مهاجر ومني چي په دې ډول به د پناه غوښتني عريضې راکمي سي.

د نوموړي رپوټ په حواله آلمان په دغه هيواد کي د لږو کوچنيانو د زيږيدو له امله، دا ډول کاري ځواکونو ته اړتيا لري. د دې کار له پاره بايد آلمان په نوموړو هيوادونو کي د خپلو سفارتونو پرسونل زيات او ددغو کاري ځواکونو مدغميدل هم له پامه ونه غورځوي.

Polnischer Bauarbeiter
په آلمان کی مسلکی کسانو ته سخته اړتیا لیدل کیږيانځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د مهاجرو پر وړاندي له سړې سينې څخه کار اخيستل

د پاملرني وړ خبره دا ده چي د دا ډول ټولني کارپوهان بايد په اصل کي مشترک نظرونه ولري، خو نوموړي کارپوهان چي پنځه يي ښځي او پنځه يي نارينه دي د رپوټ د خپرولو پر وخت يي خپلي شخصي نظريي او مشخص دريځونه هم ورشامل کړل.

يو وړانديز دا وو چي د مهاجرت له موضوع سره بايد په سړه سينه او واقع بينانه ډول چلند وسي. د هغوی په خبره په خپله د مهاجرت موضوع دومره کړکيچڼه نه وه لکه د هغه له امله سياسي بحثونه چي رامنځته سول. هغه منفي وړاندويني چي رامنځته سوې، يوه يي هم په حقيقت بدله نه سوه. د نوموړي شورا مشره پيترا بيندل وايي چي دا کار زموږ د حيرانتيا سبب هم سو چي په دې اړه به واقعاً يو بيلانس رامنځته سي.

په اروپا کي حالت کړکيچڼ دي

د آلمان په پرتله پر اروپا باندي د نوموړي رپوټ د کارپوهانو انتقادونه ډير دي. د سياسي چارو کارپوهه بيندل وايي چي «په اروپا کي حالت ډير کړکيچڼ دی. دلته يوه بشپړه کلابندي او مطلقه چوپتيا خپره ده. د اروپايي ټولني هيوادونه يو مشترک ستندرد، په بيلابيل ډول عملي کوي.» د رپوټ کارپوهان يوې مشخصي موضوع ته اشاره کوي او هغه دا چي د اروپا تر انتخاباتو وروسته بايد آلمان او فرانسه په دې اړه بحثونو کي نوي خوځښت رامنځته کړي. همدارنګه د اروپا په سطحه هم بايد يو له بل سره د بشردوستۍ فضا رامنځته سي. موږ له همدې کبله اروپا ته اړتيا لرو.

G.P/N.Z/Strack, Christoph