1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د پاکستان او امريکا ښې اړيکي د افغانستان په هدفونو پوري تړلي دي

۱۳۸۹ فروردین ۸, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان وخت په وخت بدليدونکي اړيکي د افغانستان پر سر ګټو پوري تړلي دي. خو که چيري د امريکايي مرستو لپاره د اسلام آباد هيلي پوره نه شي، کيداي شي داسي احساس وکړي چي له هغه څخه استفاده شوي ده...

https://p.dw.com/p/MgJe
د افغانستان پاکستان او امریکا د متحده ايالاتو بيرغونه
د افغانستان پاکستان او امریکا د متحده ايالاتو بيرغونهانځور: AP Graphics/DW

په واشنګتن کي د وروستيو لوړ پوړو خبرو اترو څخه وروسته چي هدف يي د سړي جګړي د دغو دوو متحدينو د پخوانيو اړيکو بيرته ژوندي کول ؤ، د پاکستان او متحده ايالانو د بهرنيو چارو وزيرانو، محمود قريشي او هيلري کلينتن، چي هر چيري ښکاره کیدل، مسکا يي په شنډو کي ليدل کيده.

څارونکي وايي: په داسي حال کي چي د هغوي د خبرو د اجنداء لمن له امنيتي مسايلو نيولي تر اقتصادي پروژو پوري رسيده، په افغانستان کي د ځينو ګدو ګټو له امله د دواړو اړخونو د ويناوو لهجه سخته ښکاريده.

يوپاکستاني سياسي تحليلونکي، اياز امير چي د هغه هيواد په پارلمان کي د حکومت د مخالف اړخ غړي دي وايي:«هلته يعني په افغانستان کی د دواړو خواوو ګتي سره مخامخ کيږي، مونږ ( امريکا او پاکستان) دواړه په يو سړک کي یو»

پاکستانيان ويني چي امريکايان له افغانستان څخه د خپلو وتلو لپاره د يوي لاري د موندلو په لټه کي دي ، ژر يي او که نا وخته مجبوره کيږي چي له طالبانو سره د يو ډول سولي خبرو اترو ته کښيني. اسلام اباد له دغه موقع خخه په استفادي هيله لري چي د سولي د خبرو اترو په پاي کي داسي يو حکومت په افغانستان کي تینګ شي، چي د هغه د سيال، هند، د نفوذ د پراخيدو مخه ونيسي.

که څه هم پاکستان د خپل هيواد په دننه کي له رديکال اسلام پالو طالبانو د بغاوت او زور زياتيو سره مخامخ دي، خو د افغانستان پر طالبانو باندي د هغه د نفوذ په قوت باندي واشنګتن ښه خبر دی. تيره مياشت د امريکايي او پاکستاني استخباراتو په ګډو عملياتو کي د ملا عبداالغني برادر نيول، د دي ښکاروندي دي چي اسلام آباد څه نقش لوبولای شي.

تحليلونکی، اياز امير، د رويتر خبري آژانس ته په يوه تبصره کي نوموړي پيښي ته په اشاري سره وويل: « پاکستان پوهيږي چي په دي ټول وضعيت کي ستر نقش لري، پرته د پاکستاني پوځ له نقش څخه په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو پوځي حضور له ناکامي سره مخامخ دی.»

ډيري پاکستانيان په دي باور دي چي امريکا متحده ايالاتو له پاکستان څخه په سيمه کي د خپلو ګټو د خوندي ساتني لپآره کار اخيستي دي. هغوي په افغانستان کي د شورويانو اشغال ته په اشاري سره يادونه کوي چي په 1989 کال کي د شوروي د پوځونو له وتلو وروسته دغه هيواد يي له خپلو لانجو سره يواځي پريښود.

خو اوس امريکا متحده ايالاتو پاکستان ته د 7.5 مليارد ډالرو مرستو سره د اوږدي مودي د مرستو ژمنه کړي ده. په هستوي وسلو سمبال پاکستان له دي څخه هم د زياتو مرستو هيله من دي، خصوصا د هستوي پروګرام په برخه کي. اسلام آباد ټينګار لري چي په دغه پروګرام کي هغه سره هماغه معامله وشي چي د پخواني جمهور رييس جارج دبيلو بوش په حکومت کي له نوي دهلي سره وشوه. خو واشنګتن په داسي همکاري باندي له بحث څخه مخ اړوي.

پاکستان له امريکا متحده ايالاتو څخه دا هم غواړي چي هند باندي فشار راوړي چي له هغه سره د سولي هغه خبري اتري له سره پيل کړي چي په موبي باندي د 2008 کال په نومبر کي په پاکستان کي د مستقرو رديکالو اورپکو له خوا حملو سره غوڅي شوي.

په داسي حال کي چي پاکستان پوهيږي چي د کشمير پر سره شخړه د هند د مخالفت له امله د امريکا منځګړيتوب له احتمال څخه ليری ښکاری، خو لږ تر لږه دغه ډول يو فشار ښايي نوي دهلي مجبوره کړي چي په ځينو نورو شخړ ايزو مسايلو خبري وکړي، په دغو موضوعاتو کي يوه هم د دواړو هيوادونو تر منځ د ګډ سين له اوبو څخه استفاده هم شامل ده.

خو د دي ټولو غوښتنو سره سره چي اوس اسلام اباد يی له واشنګتن څخه لري، هغه د 2011 کال جولاي ته کله چي جمهور رييس اوباما له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو د پيل نيټه ټاکلي، په ويري او انديښني سره ګوري، نه شي چي په نتيجه کي يي پاکستان د امريکا متحده ايالاتو له پام څخه وغورځول شي.

AG/Reuters/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل