1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د پاکستان په پيژندګلوۍ کې ځنډ سوی

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکې او د کابل دحقوقو د پوهنځي ښونکی فاروق بشر په دې اند دی چې امریکایې چارواکي ډیر ناوخته د افغانستان په اړه د پاکستان په دريځ خبر شوي دي او اوس داسي ښکاري چې کار تر کار تیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/12fmr
په کابل کي د امريکا قونسلگري
په کابل کي د امريکا قونسلگريانځور: AP

یو شمیر افغان کارپوهان د پاکستان په ورستیو سیاستونو د امریکې نه پر وخت خبریدل یوه لویه تیروتنه او په سیمه کې د امریکې شتون ته یوه نه جبرانیدونکي ضربه بولي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مایک مولن په دې ورستیو کې وویل چې پاکستان افغانستان ته تاوتریخوالی صادروي او د حقاني ډله یې د پاکستان د استخباراتي ادارې ( ای اېس ای ) مټ ګڼلی دی.

مایک مولن وویل چې د پاکستان دا ډول کړنو له امله په افغانستان کې د لس کلنې جګړې پایله هم له ناکامۍ سره مخامخ کیدای شي .

نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې ددوی د بریا پر وړاندې د حقاني ډلې، القاعدې او نورو سره د پاکستان د ملاتړ ترڅنګ په افغان حکومت کې له شته اداري فساد څخه هم خطر موجود دی.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکې او د کابل دحقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ښونکی فاروق بشر په دې اند دی چې امریکایې چارواکي ډیر ناوخته د افغانستان په اړه د پاکستان په دريځ خبر شوي دي او اوس داسي ښکاري چې کار تر کار تیر شوی دی.

ښاغلی بشر وایې افغان دولت په تیرو لسو کلونو کې په وار وار امریکې او نړیوالي ټولني ته دا وښوده چې ترهګر د افغانستان زیږنده نه دي او دغه ترهګر ټول په پاکستان کې ځالي او روزن ځایونه لري او له هغه ځای څخه پر افغانستان بریدونه کوي.

نوموړی په دې اند دی چې که چیرته امریکا اونړیوالو متحدینو په خاصه توګه د ناټو غړو هیوادونو پر وخت د پاکستان پر وړاندي په اقدام لاس پوری کړی وای نه به اوس په افغانستان کې حالت دومره بد وای او نه به هم دلته د امریکا په ملیاردونو ډالر ضایع شوي وای.

مايک مولن آی اېس آی د حقاني د ډلې په ملاتړ تورنه کړه
مايک مولن آی اېس آی د حقاني د ډلې په ملاتړ تورنه کړهانځور: AP

د پاکستان په اړه د امریکې د د لوی درستیز امیر البحر مایک مولن وروستیو څرګندونو که له یوه لوري د پاکستان په دننه کې د یو شمیر کړیو او د دغه ملک د چارواکو اندیښنه را پارولي له بل لوري یې د امریکې او افغانستان په دننه کې هم یو لړ اندیښني را ټوکولي دي.

یو شمیر ولسي افغانانو له دویچې ویلي سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان په خاوره کې به د ترهګرو په پټن ځایونو د امریکې احتمالي نظامي یرغل په افغانستان کې حالت نور هم پسي کړکیچن کړي. هغوي وایې افغانستان له پاکستان سره داسي خلط شوی چې پر یوه هیواد د بد حالت راتګ هرو مرو په دې بل هیواد ناوړه اغیزي لرلای سي.

د کابل پوهنتون د ارواح پوهني د پوهنځي زدکړیال دین محمد دویچې ویلي ته وویل که چیرته امریکا په پاکستان کې د ترهګرو په ځالو یرغل ووکړي پاکستان به یې هرو مرو غچ له افغانانو وکاږي ځکه، د تاریخ په اوږدو کې لیدل سوي چې کله هم امریکا او غرب د افغانستان په مسله کې پر پاکستان فشار اچولی نو دغه هیواد یې غچ له افغانانو ایستلی دی.

خو د سیاسي چارو مبصر او پاکستان پیژندونکی احمد سعیدي بیا په دې باور دی چې که چیرته په پاکستان کې د بنسټ پالني او ترهګرو د روزلو او سمبالولو اصلي مرکزونه پر وخت تړل سوي وای اوس به حالت دغه پړاو ته نه وای رسیدلی.
سعیدي د پاکستان له ترهګروافغانستان او امریکې ته متوجه ګواښ هغې چړې ته ورته بولي چې له غوښي تیره شوي او اوس هډوکي ته رسیدلي دي.

نوموړی په دې باور دی چې افغان دولت په تیرو څو کلونو کې د خپلي بهرنۍ پالیسي په برخه کې هیڅ کله هم یو واضح دریځ نه درلود او بهرنیانو ته یې هم هغسي چې لازمه وه د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو د شتون په اړه قناعت ور نه کړ.

حميد کرزي په څو څو ځله پاکستان په افغانستان کي په مداخله تورن کړی دی
حميد کرزي په څو څو ځله پاکستان په افغانستان کي په مداخله تورن کړی دیانځور: picture-alliance/dpa


وایې هر هغه څه چې اوس پر افغانانو تپل شوي د حکومت او د هغو نا غیړو متحدینو له لاسه دي چې په تیرو لسو کلونو کې یې د شرارت د اصلي محور چې د نوموړي پر وینا پاکستان دی، یو غوڅ دریځ غوره نه کړ.

 په تیرو څو کلونو کې د خپلي بهرنۍ پالیسي په برخه کې هیڅ کله هم یو واضح دریځ نه درلود او بهرنیانو ته یې هم هغسي چې لازمه وه د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو د شتون په اړه قناعت ور نه کړ.

سعیدي وایې هر هغه څه چې اوس پر افغانانو تپل شوي د حکومت او د هغو نا غیړو متحدینو له لاسه دي چې په تیرو لسو کلونو کې یې د شرارت د اصلي محور چې د نوموړي پر وینا پاکستان دی، یو غوڅ دریځ غوره نه کړ.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی