1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د G20 حد اقل مشترک هدف د ګواښ سره مخامخ دی

۱۳۹۵ بهمن ۲۹, جمعه

کارپوهان د (G20) تر راتلونکې سرمشريزي دمخه له دې پوښتني سره مخامخ دي چي ايا د ترمپ له ادارې سره به کارونه پر مخ ولاړ سي که څنګه.

https://p.dw.com/p/2XlSw
Deutschland G 20 Außenministertreffen in Bonn
انځور: Reuters/B. Smialowski

د نړۍ د شلو صنعتي او پرمختګ په درشل کي هيوادونو (G20) د سرمشريزي تر دايرېدو دمخه يوه ډېره اوږده پروسه پيليږي چي په سر کي يې کارپوهان د نړيوالو سياسي پرابلمونو له پاره پر ممکنه حل کار کوي. په دې ترڅ کي هغوی تر راتلونکي سرمشريزي مخکي له دې پوښتنې سره مخامخ دي چي ايا د ترمپ له ادارې سره به کارونه پر مخ بېول ممکنه وي او که څنګه؟

د آلمان په بون ښار کي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۷مه نېټه) د جي شل هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پېل سوې. خو تر دې دمخه چي د آلمان د بهرنيو چارو نوی وزير زيګمار ګابريل په ياده غونډه کي ګډون وکړي، له ځينو کارپوهانو سره وليدل. په دغو کارپوهانو کي د پرمختیايي چارو د سياست د آلماني انستيتيوت DIE ديرک مېسنر، اکسل بېرګر او ادولف کلوکه لېش هم شامل ول. دغه کارپوهان به د روان کال په دوبي کي د پلان سوي جي شل هيوادونو د مشرانو د  غونډي تر پېل پوري په مخکنۍ پروسه کي ګډون ولري.

دا په دې معنی چي د ۱۹ صنعتي او د پرمختګ په حال کي هيوادونو او اروپايي اتحاديې څخه به د په لسونو څېړنيزو او مشورتي سازمانونو تر منځ پر موضوعاتو لکه نړيوال تجارت، د چاپريال ساتني په تړاو سياست او پر مهاجرت د نظرونو تبادله وسي. د نظرونو د دغې تبادلې مقصد دا دی چي د روان مېلادي کال د جولای په ۷مه او ۸مه نېټه د آلمان په هامبورګ کي د پلان سوي جي شل سرمشريزي له پاره وړانديزونه وکړي. دا دې له پاره چي دغه وړانديزونه د امکان ترحده په عملي سياست کي پلي کړل سي. د جي شل له پاره دا يوازي د غير رسمي تعهداتو او تړونونو معنی ورکوي.حد اقل مشترک هدف

خو اوس د کتونکو په نظر هغه حد اقل مشترک هدف هم له ګواښ سره مخامخ دی. په تيرو وختونو کي به د جي شل د دولتي او حکومتي مشرانو په سرمشريزه کي وروستۍ اعلاميه په يو ږغ او يوه رايه تصويبېدله. خو دا چي ايا سږ کال به هم داسي وسي که نه، هغه د نورو لاملونو تر څنګ په دې پوري هم اړه لري چي د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس تيلرسون به څه وکړي. د اېکسون موبايل په نوم د طبعي تيلو د لوی شرکت دغه پخواني رئيس د فبرورۍ په پېل کي د بهرنيو چارو د وزير په توګه خپله دنده پېل کړه. په بون کي د جي شل هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه د تيلرسون له پاره پر نړيوال دريځ لومړۍ درېدنه او راڅرګندېدنه ده.

په امريکا متحدو ايالاتو کي يو داسي چا مشري پر غاړه اخيستې، چي زياتره هغه څه تر سوال لاندي راولي، چي په تيرو کلونو کي سياستوال پر مختلفو او څو اړخيزو فورُمونو کي ورباندي توافق ته رسيدلي ول. ترمپ په دې ترڅ د اوقيانوس سمندر د دواړو اړخونو تر منځ د آزاد تجارت تړون TTIP لغو کړ او پر ځای يې غواړي چي له هيوادونو سره جلا جلا دوه اړخيزه تړونونه لاسليک کړي. ترمپ د دې ترڅنګ د ولسمشريزو ټاکنو د کامپاين پر وخت ويلي ول چي د چاپيريال په تړاو په پاريس کي له لاسليک سوي نړيوال تړون څخه ووزي او د ملګرو ملتونو له پاره خپله بوديجه به په لوړه اندازه راکمه کړي.اقتصادي ځانځاني

د جي شل په پروسه کي د  پرمختیايي چارو د سياست د آلماني انستيتيوت د ډلې رئيس اکسل بېرګر وايي چي «موږ د اقتصادي ځانځاني او محافظت د لړۍ د پېلېدو د ګواښ سره مخامخ يو.» د دغه کارپوه په وينا د نورو په وړاندي د خپل اقتصادي بازار تړونه او محافظت په زياته بيا د پرمختګ په حال کي هيوادونو په تاوان تمامېدلای سي. د فکري مرکزونو جر و بحثونه د دې ننګونو سره مخامخ دي چي د ترمپ په دوره کي هم هراړخيزتوب په پام کي ونيسي او هم په اروپا کي د پاپوليزم يا عوام ګرايي پرمتختګ ته ځير واوسي.

کارپوه اکسل بېرګر وايي: «هغه پخوانی روايت چي ګواکي آزاد تجارت د ټولو له پاره ګټور دی، نور اطلاق نه مومي.» د دغه کارپوه په وينا له همدې کبله بايد اوس څوک پر مثبتو او منفي اړخونو بحث سره وکړي. بېرګر دا غوښتنه کوي چي د جي شل په پروسه کي ښکېل څېړنيز او مشاورتي سازمانونه بايد د دې له پاره هڅې وکړي چي د اقتصادي ځانځاني او محافظت د تمايل د کمولو له پاره کار وکړي او پر ځای يې د تجارت نړيوال سازمانو تقويه کړي.

څلور اهداف

د آلمان د ياد انستيتيوت تر څنګ د جي شل په پروسه کي ښکېلو يو شمېر سازمانونه په يوه اعلاميه کي څلور اهداف وړانديز کړي چي د هغوی په وينا په نړيواله همکاري بايد ورته رسيدګي وسي. دغه څلور اهداف يوه پرانستې ټولنه، په ټولنيزه توګه د کمزوره انسانانو راشامل کول، تداووم او نړيوال امن ياد سوي دي.

خو اکسل بېرګر وايي چي د اوسني فشار لاندي ښايي موږ په دې وتوانيږو چي داسي پروسې شروع کړو او داسي اړخونه راښکېل کړو، چي ښايي بېله د اوسني بحران او فشار څخه مو نه وای راښکېل کړي. د نوموړي په فکر له همدې کبله څوک له اوسني حالت څخه د مثبتو پايلو توقعه هم درلودلای سي.