1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: طالبان د مخامخ جگړې پرته هم تاوان رسولای سي

۱۳۹۰ فروردین ۲۸, یکشنبه

کارپوهان وايي چي په افغانستان کي په تيرو دوه ورځو کي دوه ځانمرګو بريدونو وښودله چي طالبان پرته له دې چي نيغ په نيغه په جګړه کي ښکيل سي درانه زيانونه اړوي.

https://p.dw.com/p/RISA
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: AP

ددې بريدونو په يوه کښي د کندهار امنيې قوماندان جنرال خان محمد مجاهد د خپلو ساتونکو سره او په بل کي چي په لغمان ولايت کي تر سره سو پنځه تنه بهرني عسکر ووژل سول.

کارپوهان خبرداری ورکوي چي د تيرو دوه ورځو پيښو وښودله چي طالبان د دا ډول پيښو د لاري، پرته له دې چي د جنګ په ميدان کي لاسته راوړني ولري، برلاسي کيدای سي.

طالب ياغيانو په دې ورسيتو پنځوو ورځو کي د امنيتي ځواکونو پر ضد د خپلي ستراتيژي د پر مخ بېولو لپاره ړولو لپاره نهه ځانمرگي او بمي بريدونه وکړل. دا په داسي حال کي ده چي درې مياشتي وروسته په پام کي ده چي افغان ځواکونو ته د ۷ سيمو امينتي مسووليت ور وسپارل سي.

د افغانستان د پوځي چارو کارپوه هلال الدين هلال په دې باور دی چي طالبان کمزوري سوي نو له همدي امله يې اوس هدفمنو بريدونه کي زياتوالی راوستی، تر څو افغاني او بهرني ځواکونه کي بيره خپره کړي.

نوموړي د فرانس پريس خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي چي طالبان د هوښيارۍ کار اخلي او هڅه کوي چي يوه نفسياتي مبازره پر مخ بوزي.

د ناټو يوه وياند جون ډورين ويلي چي، طالبان اوس د مخامخ جګړې د ترسره کولو جوګه نه دي. د دې ډول بريدونو په ترسره کولو سره غواړي حکومت، د دوئ متحدينو او خلکو ته وښيي چي دوئ دومره قدرت لري چي مهم کسان يا ځايونه په نښخه کړي.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل