1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: په افغانستان کې خوندي سیمې نه شته

۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

د افغانستان د څیړونکو د شبکې چاوراکي د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره اټکل کوي چې په دې هیواد کې هیڅ امن ځایونه موجود نه دي. د هغوی په حواله په افغانستان کې جګړه حاکمه ده چې د سړیدو پر ځای لا پسې ګرمه شوې.

https://p.dw.com/p/2wj3F
Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د څیړونکو د شبکې د مرستیال توماس روتیګ اټکل کوي چې په افغانستان کې وضعیت ته په کتو سره هیڅ خوندي یا امن ځای نه شته. روتیګ د پنجشنبې په ورځ د «فرانکفورتر روندشاو» رسنۍ ته ویلي: «د آلمان فدرالي حکومت او نور اروپايي هیوادونو له مودو راهیسې د [افغانستان] د ښه وضعیت په هکله خبري کوي ترڅو دوی [دغه هیواد] ته د مهاجرو اخراج عملي کړي.»

د نوموړي د خبرو له مخې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم په دې وروستیو کې جوته کړې ده چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو له پاره کوم بدیل نه شته. د روتیګ په وینا دا په دې معنی چې په دې هیواد کې خوندي ځایونه موجودیت نه لري.

Thomas Ruttig Deutscher Afghanistan-Experte
د افغانستان د څیړنکو د شبکې مرستیال، توماس روتیګ وايي په افغانستان کې جګړه لا ګرمه شوېانځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې جګړه حاکمه ده، داسې یوه جګړه چې په ۲۰۱۴م کال کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د سړیدو پرځای لا پسې ګرمه شوې ده. روتیګ په دې هکله یادې رسنۍ ته ویلي: «په عین حال کې طالبان د خپل رژیم له نسکوریدو راهیسې د افغانستان د خاورې ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې لري.»

د روتیګ د وینا له مخې طالبان باید له پیل نه په سیاست کې دخیل کړل شوي وای. خو اوس، وروسته له هغې چې دوی [طالبان] له پوځي اړخه غښتلي شوي، له دې یاغي ډلې سره د خبرو تلاښ کيږي. روتیګ زیاتوي چې اوس ډیر ناوخته دی.

روتیګ په خپلو خبرو کې همداراز وویل چې اوسمهال د امریکا متحدو ایالاتو حکومت خپله هغه پخوانۍ اشتباه یو ځل بیا تکراروي چې غواړي د یو کم شمیر سرتیرو پر مټ او له پوځي لارې طالبان د خبرو میز ته راولي.

د سولې د یوې ممکنه لړۍ له پاره د بریا له پاره د افغانانو په منځ کې د خبرو پیلول اړین دي. روتیګ په دې هکله وايي: «وروسته له ۱۷ کلنو نړیواله ټولنه لکه آلمان او یا هم امریکا متحد ایالات له دې هیواد څخه ښايي په آسانۍ سره ونه وځي، ځکه دوی د دې مشکلاتو یوه برخه دي، او له همدې کبله دوی باید اوس د دې ستونزې په حلولو کې هم مرسته وکړي.»