کارپوه: د ټولو ځواکونو ايستل عاقلانه کار نه دئ
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهبله خوا بيا د آلماني پوځ اتحاديې دوې ورځي دمخه وړانديز وکړ، چي په افغانستان کي دي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري آلماني سرتيري پرېښودل سي.
د آلمان او افغانستان د دوستۍ د ټولني مشر او د آلماني پوځ پخوانی قومندان الريش شپروس په دې اړه له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي خپل نظر څرگند کړ.
شپروس: «زه د دې له پاره هيڅ دليل نه وينم چي امريکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتيري وباسي. افغانستان او امريکا يو تړون لاسليک کړی دی، چي له مخي يې متحده ايالات غواړي تر ۲۰۱۴ عيسوي کال وروسته په افغانستان کي يوه يا دوې پوځي اډې هم ولري. زما په فکر به دا يوعاقلانه کار نه وي، چي ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه وايستل سي. پاته سوه د آلماني ځواکونو خبره، تر کومه ځايه چي زه فکر کوم پلان داسي دی، چي یو شمېر آلماني سرتيري په افغانستان کي پاته سي چي د همکارۍ په ترڅ کي د افغان امنيتي ځواک روزني ته دوام ورکړي.»
دويچه ويله: فکر نه کوئ، چي وروستيو دوست ـ دښمن بريدونو د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړې ده؟
شپروس: «بلې دا ډول پيښي د ځينو پر شاتگونو سبب گرځېدلي دي، خو هېر دي نه وي چي د گډ کار په ترڅ کي ډيري برياوي هم موجودي دي. د بېلگې په توگه د افغان امنيتي ځواک د روزني لومړۍ مېوې پخې سوي دي، ځکه نو دغه ټولي برياوي بايد څوک په بشپړه وتلو سره عبس نه کړي.»
دويچه ويله: ويل کيږي چي ناټو په افغانستان کي خپلو موخو ته، چي د القاعدې له منځه وړل او د افغان امنيتي ځواک روزل دي نه ده رسېدلې. ستاسو په دغه هدفونو ته د نه رسېدو علتونه څه دي؟
شپروس: «زما په فکر موږ تر زياته وخته له غلطو خلکو يا افغانانو سره گډ کار وکړ. زه دلته د بېلگې په توگه جنگسالاران يادوم چي موږ ورسره گډ کار وکړ، د دې پر ځای چي موږ له مدني ټولني څخه داسي کسان تقويه کړو چي منفي شاليد و نه لري. دغه غلطۍ د دې سبب سوي دي چي د ستونزو په اوارولو کي موږ زيات پرمختگ نه لرو. اوس په کار دا ده چي په ۲۰۱۴عيسوي کال کي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنې په سمه توگه تر سره سي او بايد د مدني ټولني د ملاتړ له پاره لا زيات کار وسي. په زياته بيا آلمان په افغانستان کي ښه نوم لري او مشورو ته يې غوږ نيول کيږي.»