1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کار پوهان: افغانستان يو شتمن، سوالگر هيواد دئ

۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

افغانستان ته د لسو کلونو را په دېخوا نړيواله ټولنه په ميليونونو ډالر ورکوي خو لا تر اوسه هم دغه هيواد د نړۍ يو له لسو غريبو هيوادونو څخه دئ. د نړيوال بانک په حواله يوازي تير کال افغانستان ته ۱۵،۷بيليونه ډالر ورکړل شوي دي

https://p.dw.com/p/13JLn
په باميانو کي د حاجيگک د اوسپني کان
په باميانو کي د حاجيگک د اوسپني کانانځور: Hasan Malistani

افغانستان په وروستيو لسو کلونو کي هر کال نهه سلنه پرمختګ کړی دئ، خو په دغه هيواد کي لا تر اوسه هم اقتصادي بنسټونه ډير ضعيفه دي. دغه افتصادي پرمختګ د بهرنيو پر مرستو ولاړ دئ.

کارپوهان وايي که پر افغانستان بهرنۍ مرستي ودرول شي نو د دغه هيواد اقتصاد په سقوط وکړي.

نړيواله ټولنه به د بن په راروان کنفرانس کي چي د دوشنبې په ورځ رابلل سوی، له افغانستان سره د ۲۰۱۴کال وروسته خپلي ژمني تازه کړي.

خو نړيوال بانک په خپله وروستۍ څېړنه کي ويلي دي، چي تجربه ښيي چي د پوځيانو په وتو سره به له افغانستان سره ملکي مرستي هم کمي شي. د بانک په حواله که له افغانستان سر مرستي کمي شي دا به نه يوازي د دغه هيواد اقتصاد تاواني کړي، بلکي همداراز به د دغه هيواد ثبات او امنيت ته هم ګواښ وي.

په لوگر کي د مس عيک کان
په لوگر کي د مس عيک کانانځور: AP

د نړيوال بانک په حواله تر اوسته هم په افغانستان کي د هر وکړي کلنی اوسط عايد، يوازي ۵۲۸ډالره دی. په دې ترتيب، که افغانستان په راتلونکو۲۰کلونو کي هر کال شپږ سلنه پرمختګ وکړي، نو د هر وکړي کلنی عايد به ئې ۱۰۵۶ته ورسيږي.

د نړيوال بانک په حواله افغانستان اوس هم په نړۍ کي د ماشومانو د مړيني له اړخه لومړۍ ځای لري، د څلورو برخو څخه درې برخي ئې ليک لوست نه شي کولای او د وگړو منځنی عمر يې ۴۸کاله دی.

د افغانستان د دغو ستونزو د اوږد مهاله حل له پاره ځيني کسان د طبيعي زيرمو کيندل تر ټولو ښه انتخاب کڼي.

د افغانستان د افتصاد د وزارت الماني مشاور، الفريد کرافت وايي، چي اوس مهال د افغانستان ۹۲سلنه ناخالص ملي عايد په مستقيم او يا غير مستقم ډول د بهرنيو په مرستو تمويليږي.

د دغه الماني مشارو په حواله د افغانستان د ژغورني يوازنۍ لاره دا ده چي خپل طبيعي زيرمي را وباسي. خو هغه کواښ کوي، چي افغانستان به د دغه کار له پاره ډير وخت ته اړتيا ولري.

افغانان هم د خپلو طبيعي زيرمو څخه ډيري هيلي لري. يوه افغان چارواکي چي نه يې غوښتل نوم ئې ياد سي وويل، چي افغانان هغه سوالګر دي چي پر سرو زرو بيده دي.

د افغانستان د طبيعي زيرمو ارزښت درې تريليونه ډالر اټکل شوی دئ. خو د دغه هيواد د کانونو وزير، وحيدالله شهراني وايي، باور لري د افغانستان د کانونو ارزښت تر دي ډير لوړ دئ.

هغه هيله لري چي تر ۲۰۱۶کال وروسته به افغانستان هر کال د کانونو له لاري ۱،۶ ميليارده ډالر تر لاسه کړي. هغه وړاند وينه وکړه، چي دغه رقم به تر ۲۰۲۶کال پوري ۴ميلياردو ډالرو ته لوړ شي.

خو ټول څېړونکي بيا د شهراني په څير خوشبينه نه دي. کارپوهان وايي چي د کانونو کيندنه لويو پانګونو، ښه امنيتي وضعيت او ښه مديريت ته اړتيا لري.

دغه کارپوهان زياتوي په داسي حال کي چي په افغانستان کي اداري فساد شتون لري او د پانګوني قوانين هم په ښه ډول نه عملي کيږي د کانونو په برخه کي پانګونه ښايي ډير سخت کار وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل