1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرون د افغانستان په اړه څه ویلي دي؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

د بریتانیا لومړي وزیر وروستیو غیر رسمې څرګندونو چې پکښې افغانستان او نایجریا دوه «په عجیبه توګه فاسد» هیوادونه یاد کړي دي په ټولنیزو رسنیو او دیپلوماتیکو کړیو کې بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/1Ildz
کامرون، ملکه اليزابت او جستن ويلبي
انځور: Getty Images/P.Hackett

ديوید کامرون دغه څرګندونې د خپل هیواد له ملکې الیزبت او د کانتربیري له اسقف جستن ویلبي، سره د خبرو پر مهال کړي دي. هغه چې له دوی سره په بکینګم قصر کې د خبرو پر مهال وو، داسې ښکاري چې له دې خبر نه وو چې خبري يې ثبتیږي.

کامرون، ملکې الیزابت ته د قساد پر ضد یوې غونډي په اړه چې په لندن کې جوړیږي معلومات ورکول او ویې ویل: «د ځينو په عجیبه توګه فاسدو هیوادو مشران بریتانیا ته راځي.» هغه بیا زیاتوي: «نایجریا او افغانستان، چې ښايي په نړۍ کې تر ټولو دوه فاسد هیوادونه وي.»

ویلبي بیا ويلي چې په نایجریا کې د اوسیدو یو څه تجربه لري، نو د دغه هیواد اوسنی ولسمشر فاسد نه دی. د هغه د دغو څرګندونو په ځواب کې کامرون وایي: «هغه زیار باسي.»

ملکه هم په دې وخت کې په خبرو کې مداخله کوي او بیا ویلبي ته په کتو سره وایي: «هغه [له فساد سره د مبارزې په برخه کې] زیار باسي، همداسې نه ده؟»

دا لا په مشخصه توګه روښانه نه ده چې هغوی له دې خبرو سره کوم ولسمشر ته اشاره کوله خو د افغانستان او نایجریا ولسمشران دواړه په دغه غونډه کې ګډون کوي.

دا یوازنۍ پیښه نه وه چې بریتانیایانو د نورو هیوادونو د چارواکو په اړه داسي څرګندونې وکړې، تر دې لږ مخکې د انګلستان ملکې د چېن دیپلومات «بې ادبه» بللی وو.