1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرون د خپل پلار په شرکت کې پر سهم لرلو اقرار کړی

۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون، ویلي دي چې هغه د خپل پلار په یوه بهر میشته شرکت کې ونډه لرله. خو هغه روښانه کړې ده چې دغه ونډه یې پلورلې او اوس له بریتانیا څخه بهر په کوم شرکت کې سهم نه لري.

https://p.dw.com/p/1IRr9
انځور: Getty Images/AFP/J. Tallis

کامرون د پنجشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني مرکه کې دا خبره ومنله چې هغه پخوا له بریتانیا څخه بهر په یوه شرکت کې چې د پلار له خوا یې جوړ شوی وو سهم لره. د کامرون په اړه هغه وخت پوښتنې رامنځ ته شوې چې د پاناما بربنډو شویو اسنادو وښوده چې د هغه مړ شوي پلار هم په دې ځای کې شرکت لاره.

کامرون له ITV تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي: «دا وروستۍ څو ورځې سختې وې.»

کامرون روښانه کړې ده چې د پلار په شرکت کې یې خپل اسهام له دې مخکې چې د بریتانیا لومړی وزیر شي په ۳۱۵۰۰ پونډو چې ۴۴۰۰۰ ډالر کيږي پلورلي دي.

هغه ویلي دي: «ما ټول دغه اسهام په ۲۰۱۰ کال کې وپلورل ځکه ما نه غوښتل چې د لومړي وزیر کیدو په صورت کې یو څوک ووایي چې زه نورې اجنداوې او ټاکلې ګټې لرم.»

تر دې مخکې د کامرون دفتر ویلي وو چې هغه اوس مهال له هیواده بهر په شرکتونو کې سهم او برخه نه لري. وروسته بیا زیاته شوه چې لومړی وزیر به په راتلونکې کې هم له دغه شرکتونو څخه ګټه ترلاسه نه کړي. خو د پوښتنو له ډیریدو سره په خپله لومړی وزیر کامرون دې ته اړ شو چې په تلویزیوني مرکه کې په دې اړه معلومات ورکړي چې هغه او میرمنې ته یې څرنګه له پلاره په بهر کې په یوه شرکت کې اسهام پاتې شوي وو.

کامرون پخپله مرکه کې همداراز ویلي دي چې هغه له پلاره نور ۳۰۰۰۰۰ پونډه هم په میراث پاتې دي چې دې نه پوهیږي چې ایا دغه پیسې هم پخوا له مالیاتو څخه تښتیدلي دي او که نه.

کامرون ویلي دي: «زه نه شم کولای چې د ټولو پیسو منبع په ګوته کړم ځکه چې پلار مې هم ژوندی نه دی چې زه ورڅخه په دې اړه پوښتنې وکړم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب