1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرون: په اروپايي ټولنه کي د پاتېدو په اړه رفرندم دايرو

۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17Q4X

د بريتانيې صدراعظم دیوید کامرون غواړي د ۲۰۱۵ کال په پارلماني انتخاباتو کښي د کامیابه کیدو په صورت کښي په اروپايي ټولنه کښي د انګلستان د پاته کیدو په اړه ریفرنډم دایر کړي. له لندن څخه ویل کیږي چي دغه خبره به نن چارشنبه کامرون، د اروپايي ټولني په اړه په خپله له ډیره وخته پلان سوې اساسي بیانیه کښي اعلان کړي. همدارنګه ویل کیږي چي صدراعظم غواړي د اروپايي ټولني له هيوادو سره د بريتانيې د غړیتوب په باب له سره معامله وکړي او بیا د هغه پرنتایجو باندي د یوه ریفرنډم له لاري غور وکړي. دیوید کامرون ددې کار دلیل داراوړی دی، چي د اروپايي ټولني په باب د بريتانویانو مایوسي خپل اوج ته رسیدلې ده. د کامرون په ګوند کښي د ضد اروپايی تګ لاري پلویان ورځ په ورځ قوي کیږي.