1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرَن ګمان نه کوي چي په 2010 کال کي به ددوی سرتيري ووزي

۱۳۸۸ آذر ۱۵, یکشنبه

ددې دمخه د بريتانيا صدراعظم ګوردن براون ويلي وه چي په 2010کال به د افغانستان په ځينو ولاياتو کي امينتي مسؤليت افغاني امينتي ځواکونو ته وسپارل شي

https://p.dw.com/p/KrGv
د برتانيا د حکومت د اپوزیسون محافظه کارګوند مشر داويد کامرَن
د برتانيا د حکومت د اپوزیسون محافظه کارګوند مشر داويد کامرَنانځور: AP

د برتانيا د حکومت مخالف ګوند مشر، داويد کامرَن پرون په افغانستان کي د خپل هيواد له سرتيرو سره وليدل او وويل چي دی ګمان نه کوي چي له افغانستان څخه دي په 2010 کال کي دبريتانوي سرتيرو وتل پيل شي.

کامرَن چي هلمند ته تللي دی، وويل چي بريتانوي سرتيري په دغه ناکراره ولايت کي سره تيت او پرک پراته دي. کامرون چي د بريتانيا د محافظه کار ګوند مشر دی غواړي چي د خپل هيواد په راتلونکو انتخاباتو کي چي د 2010 کال د جون په مياشت کي په لاره اچول کيږي، د صدارت مقام تر لاسه کړي.

ددې دمخه د بريتانيا صدراعظم ګوردن براون ويلي وه چي په 2010کال به د افغانستان په ځينو ولاياتو کي امينتي مسؤليت افغاني امينتي ځواکونو ته وسپارل شي

خو د محافظه کارګوند مشر، کامرَن بي بي سي ته وويل: چي دی نه غواړي «کاذبه هيلي» ورکړي او زياته کړه، ګمان نه کوي چي په راتلونکي ميلادي کال کي دي په افغانستان کي د بريتانوي سرتيرو په شمير کي کموالی راسي.

کامرَن يادونه وکړه، افغان ځواکونو ته د امنيت مسووليت سپارل د برياليتوب پر بنسټ بايد ولاړ وي، په يوې ولسوالۍ کي کيدای سي ، امنيت هغه وخت افغانانو ته وسپارل شي چي هلته رښتيا هم امن ټينګ شوی وي.

کامرون وويل چي د وتلو «مصنوعي مهال ويشل» بايد ونه ټاکل شي.

د بريتانيا صدراعظم تيره اونی اعلان وکړ چي 500 نور سر تيري به افغانستان ته واستوي چي په دې ترتيب د سرتيرو شمير څه د پاسه 10زرو ته ورسيږي.

د مخالف ګوند مشر وويل چي بريتانوي سرتيري په هلمند کي تيت او پرک پراته دي، هغه وويل چي دی غواړي چي سرتيري بايد په هغو سيمو کي متمرکزي شي ، چي هلته د يو بدولون راوستلو امکان وي.

د محافظه پال ګوند مشر وويل چي له افغانستان څخه د سرتيرو د سمدلاسه ايستل د هغه د خپلي جملي له مخي « يوه ډيره ناوړه لاره چاره» ده، مونږ نسو کولای چي بيا دلته اته کاله پاته شو.

د بريتانيا صدراعظم ګوردن براون په افغانستان کښي د خپلو عسکرو سره
د بريتانيا صدراعظم ګوردن براون په افغانستان کښي د خپلو عسکرو سرهانځور: AP

د بريتانيا د محافظه پال ګوند مشر، کامرَن په داسي وخت کي په هلمند کي له بريتانوي سرتيرو څخه ليدنه کتنه وکړه چي د جمعي د ورځي راهيسي امريکايي سمندري او افغان ځواکونو په دغه ناکراره ولايت کي په يوې لويي حملې لاس پوري کړيدی . افغان چارواکي وايي چي نوموړي ځواکونه د طالب ياغيانو له ډير لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي او تر اوسه پوري د هغوي 7تنه وژل شوي دي . پر دغو عملياتو چي د « د کبرا قهر» نوم ايښودل شوی، 1000امريکايي او 150افغان سرتيري ګډون لري.

AFPE/ حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري