1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاميرون: طالبان به په افغانستان کي راتلونکې ولري

۱۳۹۰ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د برتانيې لومړی وزير ډيويډ کاميرون په کابل کي وويل، چي طالبان کولای سي د افغانستان په راتلونکي کي سياسي حضور ولري. هغه ويلي چي د افغانستان ستونزه کيدای سي هغه ډول حل سي لکه د شمالي ايرلنډ ستونزه چي حل سوې.

https://p.dw.com/p/11pAV
د برتانيې لومړی وزير ديويد کاميرون او افغان ولسمشر حامد کرزی
د برتانيې لومړی وزير ديويد کاميرون او افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

هغه د حامد کرزي سره په يوه خبري غونډه کي وويل چي:« زه غواړم د افغانستان خلکو ته دا خبره وکړم چي د سياسي پخلايني په پروسه کي ستاسو سره يو او موږ غواړو ستاسو سره مرسته وکړو.»

هغه زياته کړه چي طالبانو ته زما پيغام روښانه دی:« هغه داچي خلک مه وژنی، خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي د افغانستان د سیاسي پروسې له بهر سره يو ځای سي، چي په دې ترتيب سره به تاسو د افغانستان په راتلونکي کښي ځای ولری.»

کاميرون وويل چي موږ په خپل هيواد کي ددغسي ستونزو سره مخامخ و. په شمالي ايرلنډ کي کوښښ کېدلی چي دغه ډول بمونه کښېږدي او پوليس ووژني خو اوس هغه خلک په سياسي بهيرکي ونډه اخلي.

کاميرون وويل چي هيواد يې په پلان کي لري چي په ۲۰۱۳ کال کي په افغانستان کي داسي پوځي اکاډمي جوړه کړي چي په کال کي به ۱۳۵۰ تنه افسران فاريغوي. پر دې اکاډمۍ باندي به ۳۸ ميلونه ډالره لگښت راځي چي د امريکا متحده ايالات يې ورکوي.

کاميرون پر داسي مهال افغانستان ته راغي چي د افغانستان او برتانيا تر منځ د يوه ستراتيژيک قرارداد په اړه هم آوازې خپرې سوي دي.

کاميرون او کرزي دواړو ومنله چي د ګډو همکاريو په چوکاټ کي په يوه تړون خبري رواني دي او دا کار تر اوسه وروستي پړاو ته ندی رسيدلی.

د برتانيې لومړي وزير ديويد کاميرون له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د مسووليت پروسه بريالۍ وبلله او ويې ويل، چي افغان څواكونه د تيرو دريو كلونو راهيسي د څنګه والي او څرنګوالي له پلوه غښتلي سوي اوكولاى سي، چي د امنيتي چارو مسووليت پرغاړه واخلي.

نوموړي وويل چي حکومت يي پلان لري له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي خو د سرتيرو د وتلو برنامه کي به بيړه و نه سي. ځکه دا کار به طالبانو ته مورال ورکړي.

د برتانيې صدارعظم وويل چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به يې جنګي قوه په افغانستان کي شتون ونه لري خو اقتصادي مرستي به يې له افغانستان سره دوام ومومي.

کاميرون وړاندي وويل: « که موږ په يوه ځل له افغانستانه ووز، ستونزي به زموږ کورونو ته را پسي راسي ځکه چي ترهګر به يو ځل بيا دلته هډې جوړي کړي او د افغانانو د ګواښلو سربيره به موږ ته هم لانجي جوړي کړي لکه څرنګه چي يي د خپلي واکمنۍ پر مهال کول».

نوموړي په افغانستان کي د يوي داسي نظامي اکاډمۍ د جوړيدو ژمنه وکړه چي د بريټانيا د پوځي اکاډميو به کچه به وي.

همدا راز په دغه خبري غونډه کي ولسمشر کرزي د ملک حالات ډير پيچلي وبلل چي پر وينا يې د بهرنيانو له دوامدرو مرستو پرته افغانان په اوس مهال کي نسي کولای چي په يوازي سر ټولو مسوليتونو ته اوږه ورکړي.

کرزي وويل چي دي له خپلو نړيوالو شريکانو غواړي چي د کورنيو ځواکونو مشرتوب افغانانانو ته وسپارل سي ځکه د افغانستان ساتنه په خپله د افغانانو کار دی نه د بهرنيانو.

« دا چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به وضيعت د ۲۰۰۱ کال مخکي وضيعت بڼه خپلوي دا بله مسله ده. خو افغانستان غواړي چي د خپلو ځواکونو مشري په خپله واخلي او خپل خلک په خپله وساتي. دا د افغانستان د حکومت مسوليت دي چي له خپلي مخي خنډونه لري کړي، افغانان نه غواړي چي نړيواله ټولنه د دوی له هيواد سره مرستي پري کړي».

د بريټانيي لومړي وزير له طالبانو سره د افغان دولت د پخلايني له بهير څخه ملاتړ څرګند کړ او پر طالبانو يې ږغ وکړی چي راسي او ځان د سياسي پروسي برخه وګرځوي.

کرزي وويل چي داسي مشکلات لرو چي د اوسني ناوررين زيږنده دي او هغه دا دي چي امن ندی راغلی، سوله نده راغلې او ډيري کورنۍ په دې اور کي سوځيدلي دي.

د يادولو وړ ده چي د برتانيې لومړي وزير ديويد کاميرون د کابل دمخه هلمند ته تللی وو او هلته يې له خپلو سرتيرو او ولايتي ادارې له مشرانو سره هم کتلي ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل