1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا غواړي تر 2011 ميلادي کال پوري خپل عسکر د افغانستان څخه راوباسي

۱۳۸۷ مهر ۱۱, پنجشنبه

د فرانسپرس آژانس پرون د اکتوبر د مياشتې په لومړۍ نېټه په خپل يوه رپوټ کې،چه د اوټاوا څخه يې راليکلي دي، د کاناډاد لومړي وزير شتيفان هارپر د خولې ويلی دي ...

https://p.dw.com/p/FSyN
کاناډايي عسکر په افغانستان کي
کاناډايي عسکر په افغانستان کيانځور: picture-alliance/ dpa

چه دی د افغانستان د اولسمشر حامد کرزي د دې هوډ څخه ملاتړ کوي، چې غواړي په افغانستان کې د حکومت ضد طالبانو سره روغي جوړي ته کښيني. په هغه سياسي ټلويزيوني مرکه کې، چې لومړی وزير شتيفان هارپر ږغېده، د خپلو سياسي رقيبانو تر سختو نيوکو لاندې ونيول شو.

ده څرگنده کړه، د افغانستان حکومت سيمه ايز کوښښونه کړيدي او مخکې يې هم تل دا هڅه کړې چې د طالبانو سره صلاح مشوره وکوي . اولسمشر کرزی غواړي دغه سياسي خبري اتري په دموکراتيک ډول سره ممکني کړي، نه د وسلود لاري . او دا د دې پروگرام د پاملرني وړ برخه ده، چې زه هم ورڅخه ملاتړ کوم .

د هارپر يوه سياسي مخالف، پر ده باندې نيوکي وکولې او ورسره يې سختې ناندرۍ ووهلې. هارپر پر خپل دې هوډ باندي ټينگار وکړ، چې په 2011 ميلادي کال کې به خپل ځواکونه د افغانستان څخه راباسي .

هارپر د خپلي وينا په ترځ کې، د خپل هېواد د پارلمان هغي پرېکړي ته اشاره وکوله، چې د روان کال په لومړيو وختونو کي يې په يوه خوله او بشپړ اکثريت سره وغوښتل، او وپتيله چې د 2011 ميلادي کال تر پايه پوري به د افغانستان د جنوب څخه خپل 2500 سرتيري راباسي.

هارپر همدارنګه وويل: دا بنسټيزه خبره او کار دئ، چې نړيوال ټولنه بايد افغاني ځواکونه په پوره اندازه سره وروزي، تر څو هغوی وکولی سي د خپل هېواد امنيت پخپله وساتي. او دا يوازينۍ لار ده چې اوږد مدته برياليتوب لاس ته راوړو.

د آزادو دموکراتانو مشر شتيفان ډيون ، پر هارپر باندي د افغانستان د موضوع په ارتباط د دوه مخيز سياست تور پورې کړ، او ويې ويل چې اصلا غواړي د اوږده وخت د پاره په افغانستان کې پاته سي، په داسي حال کې چه د نوي دموکرات گوند مشر جک ليلټون بيا د افغانستان څخه د کاناډايي عسکرو سمدلاسه وتنه يو له مسئوليته ډک عمل وباله او ويې ويل، چې په دې ډول سره به موږ خپل ملگري يوازي پرېږدو او زيات بار به پراوږو وراچوو، کوم ته چې دوی هېڅ چمتو نه دي.

بلوک کوبيکوز د جيليز دوسي پې Gilles Duceppe نومي گوند مشر، چا چې عراق ته د کاناډايي عسکرو پر ليږلو باندي هم د هارپر پر پخواني ملاتړ باندې نيوکه وکوله، وويل، موجوده دنده په پوره اندازه سره انډول شوې نه ده.

ده وويل چه د پوځ او نظامي عملياتو د پاره ډيری پيسې ورکول کيږي، مگر د بېرته رغوني، پرمختگ او سياست د پاره نه .

د زرغون گوند څخه اليزابت مې Elizabeth May بيا دا غږ وکړ، چې د ناټو تر مشرتابه لاندي موجوده دنده دي ملگرو ملتو ته وروسپارل سي. او په ډاگه يې کړه: د ناتو وظيفه اوس نسي تر سره کېدلی. موږ د طالبانو پر ضد د امريکې تر اداره لاندې دا دنده پرمخ نسو بيولی .

کاناډا اوس د افغانستان په جنوبي لانجمنه سيمه کندهار کې د ناتو تر قوماندې لاندي د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو ISAF په چوکاټ کې 2500 تنه عسکر لري.

د 2002 ميلادي کال راپديخوا، يعنی کله چې دوی افغانستان ته ورغلي دي، 97 تنه عکسر يې په بميزو چاودونو او يا د مخالفو ډلو سره په نښتو کې له منځه تللي دي . دوه کاناډايي مرستندویان او يو مخکښ ديپلومات يې هم د لاسه ورکړي دي .