1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا په سوریه کې پر داعش بمباري دروي

۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

دا په انتخاباتي کمپاین کې د کاناډا د لومړي وزیر جستین ترودو، یوه مهمه ژمنه وه. په پلان کې ده چې هغه به په روانه میاشت کې په سوریې او عراق کې د جگړو له سیمو څخه خپلې شپږ جنگي جېټ الوتکې راوباسي.

https://p.dw.com/p/1Hrr5
انځور: picture alliance/dpa/P. Reed/ Department of National Defence

کاناډا د فيبروري میاشتې تر ۲۲مې نیټې پوري په سوريه او عراق کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر مورچلو له هوایي بمباریو لاس اخلي. دغه موضوع په خپل ذات کې د دغه هیواد په داخلي سیاست کې شخړه ایزه ده.

د کاناډا لومړي وزیر جستین ترودو، خبریالانو ته وویل چې دوې کاناډایي اکتشافي الوتکې او همداشان یوه تیل ورکوونکې الوتکه به په سیمه کې پاتې شي. ويل شوي دي چې پر دې سربیره به د پوځي ماموریت تر ختمیدو وروسته لوژیسیتکي مرستي پراخي شي.

کاناډا د عراق په شمال کې کردي «پیشمرگه» ملیشې روزي

لکه څرنگه چې د کاناډا د لبرال حکومت مشر په خپلو خبرو کې څرگنده کړه د پوځي پرسونل شمیر به له ۶۵۰ څخه ۸۳۰ تنو ته لوړ شي. د ترودو، په خبره په راتلونکي وخت کې به ۲۰۰ کاناډایي عسکر د عراق په شمال کې د «پیشمرگه» په نوم کردي ملېشې روزي.

هغه زیاته کړې ده: «هغه انسانان چې هره ورځ د داعش، له خوا لوټل کیږي، زموږ غچ اخیستني ته اړتیا نه لري. بلکي هغوی زموږ مرستي ته اړتیا لري.» ترودو، په خپلو څرگندونو کې وويل، چې په دې ترتیب کاناډایي عسکر د کړکیچ په سیمو کې د آلماني عسکرو په شان دندې تر سره کوي.

په سوريه او عراق کې د هوایي بریدونو په ختمولو سره ۴۴ کلن ترودو، چې د تیر کال له نوامبر مياشتي راهیسې په واک کې دی د پخواني محافظه پاله حکومت یوه پریکړه بدلوي.

همداشان ډېر کاناډایان په افغانستان کې تر لس کلنی بوختیا وروسته د خپل پوځ یو بهرني ماموریت هم ردوي. په افغانستان کې د کاناډا ۱۵۸عسکر وژل شوي دي. کاناډا په ۲۰۱۱م کال کې خپل دغه ماموریت پای ته ورساوه.