1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاندیدانو ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون خبرداری

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک د ولسمشریزو ټاکنو او ولایتي شورا گانو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی دی چې د درغلیو او رایو د لاس ته راړولو له پاره د کمیسیون کار کوونکو ته د رشوت ورکولو او پر هغوې د زور راوړلو څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1B7OQ
Wahlen in Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ویلي دي چې کاندیدان باید داسې هڅې و نه کړي چې د رایې د تر لاسه کولو له پاره د کمیسیون کارکوونکو ته پیسې ورکړي.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا ريئس ضیا الحق امر خیل د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۲مه) په پلازمینه کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې نوماندانو ته په خطاب کې وویل: «خپل پروگرامونه دي تشریح کړي، نه دا چی د ټاکنو د کمیسیون په کارکونکو پسې وګرځي، تر څو له هغو څخه ناوړه استفاده وشی. که چیرې دغه کار کیږي نو زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به یې دا ځل په مقابل کې چوپه خوله پاتې نه شي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون همداشان له حکومتي مقاماتو څخه وغوښتل چې له دولتي امکاناتو څخه د کاندیدانو په گټه یا ضرر استفاده و نه کړي. ښاغلي امر خیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، که چیرې دغسې پیښې رامنځ ته شي نو دوی به حکومت ته خبر ورکړي.

د سم کمپاین پر سر ټینگار

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نوماندانو څخه وغوښتل چې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې خلکو ته خپل پروگرامونه تشریح کړي. د دغه کمیسیون مسوولینو پر دې خبره ټینگار وکړ، چې سم کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته کوي او د دې سبب گرځي چې خلک په پوره شناخت سره کاندیدانو ته خپلې رایې ورکړي.

د کاندیدانو د ټاکنیزو کمپاینونو کارکوونکي، په هر ځای کې چې امکان ولري پوسترونه نصبوي
د کاندیدانو د ټاکنیزو کمپاینونو کارکوونکي، په هر ځای کې چې امکان ولري پوسترونه نصبويانځور: Reuters

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، په دې اړه وویل: «د ټاکنو خپلواک کمیسیون له یوولسو کاندیدانو او امنیتي ځواکونو سره دا مسله مطرح کړې ده چې ټول کاندیدان کولای شي پرته له کومې انديښنې ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او خلکو ته خپله تگلاره روښانه کړي.»

ټاکنیز کمپاینونه د دلو د میاشتې له ۱۳ نیټې څخه پیل شوي دي او د حمل د میاشتې تر ۱۳ نیټې به ادامه ولري. نوماندانو خپل ټاکنیز تبلیغات د پوسترونو او لویو لوحو په نصبولو او همداشان د تلویزونونو او راډیو گانو له لارې د خپلو پیغامونو په نشرولو سره پیل کړي دي.

د پوسترونو بې ځایه نصبول

په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو او ولایتي شورا گانو له کاندیدانو څخه وغوښتل چې خپل پوسترونه د خلکو پر دروازو او دیوالونو نصب نه کړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند په دې اړه وویل: «دا یو تخلف دی، ځکه چې موږ کاندیدانو ته ویلي وو چې له ښاروالیو سره په همغږۍ خپل پوسترونه نصب کړي. ځینو سرغړونه کړې وه، کله چې مو هغوی خبر کړل چې په حقیقت کې دا سرغړونه ده، نو هغوی دې خبرې ته متوجه شول او موږ ته یې ډاډ راکړ چې دغه څه به بیا تکرار نه شي.»

کاندیدانو ته د کابل د ښاریانو یو پیغام
کاندیدانو ته د کابل د ښاریانو یو پیغامانځور: DW/H. Sirat

په عین حال کې د کابل ښار اوسیدونکي هم د کاندیدانو له لوري د بې ځایه نصب شوو پوسترونو له امله شکایت کوي او وایي: «له کاندیدانو څخه هیله لرو چې خپل پوسترونه په مناسبو ځایونو کې نصب کړي چې ملت او دولت ته تاوان وا نه ړوي. د خلکو د کورونو پر دیوالونو پوسترونه نصبوي چې د هغوی د شکایت غږ پورته شوی دی.»

په اوسنیو ټاکنو کې کاندیدان په دې هڅه کې دي، چې په څلور لارو کې د لویو پوسترونو او انځورونو په نصبولو او تلویزوني پیغامونو له لارې خلکو ته خپل پیغامونه ورسوي.