1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاودر: «تقلب کوونکي مهاجر بايد ژر وايستل شي»

۱۳۹۵ اسفند ۱, یکشنبه

پناه غوښتونکي په لومړي سر کې له دې امله په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي چې یا په خپل هیواد کې له جګړو سره او یا هم له سیاسي تعقیب سره مخ دي. آلماني سياتوال کاودر غوښتنه کوي چي تقلب کوونکي مهاجر بايد ژر وایستل شي.

https://p.dw.com/p/2XrPz
Asylbewerber wegen Sozialbetrug vor Gericht
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

هغه مهاجرین چې د آلمان په بیلابیلو ښارونو او ناحیو کې د دې له پاره چې ټولنیزې یا د «سوسیال» ډیرې مرستې ترلاسه کړي، ځانونه په مختلفو نومونو ثبتوي، باید د دې غیرقانوني کار پایلو ته انتظار وباسي.

د «بیلډ» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د آلمان دوه ګوندونه د مسیحي سوسیال اتحاد او د آلمان مسیحي دموکرات ګوندونه غواړي چې له مخکې څخه په ډیر جدیت سره د تقلب کونکو مهاجرینو پروړاندې اقدام وکړي. د آلمان په فدرالي پارلمان یا «بوندستاګ» کې د دې دواړو ګوندونو د ډلې مشر، فولکر کاودر یادې ورځپاڼې ته ویلي دي: «کله چې یو مهاجر د ټولنیزو مرستو په ترلاسه کولو کې په تقلب محکوم شوی وي، د پناه غوښتنه یې بیا په عادي حالت پرمخ نه ځي. هیڅ تبعه پر ورته کار تفاهم نه لري.»

له ټاکنو مخکې عملي کیدل؟

د
هغه قانون په اساس چې تر اوسه هم اعتبار لري، هرکله چې یو پناه غوښتونکی د ټولنیزو مرستو په ترلاسه کولو کې د تقلب کولو له امله په درې کاله د بند سزا او یا هم ډیره موده باندې محکوم شي، د نوموړي د پناه غوښتنه لغوه کیږي. اوس فولکر کاودر غواړي چې دغه موده یو کال ته راټیټه کړي.

د «بیلډ» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د دموکرات مسیحي ګوند دغه سیاستوال د بهرنيانو د اخراج قانون د سختیدو سره دغه نوی تغیرات هم ضمیمه کول غواړي، او دا هم یې هم غوښتي چې دغه نوی قانون دې له ټاکنو مخکې په عمومي توګه د اجرا وړ وګرځي.

په خطرناکو مواردو کې دی یو کس عاجل ایستل

د مهاجرینو د اخراج په هکله دغه تشدید، باید ډیر ژر په برلین کې تر مشورې لاندې ونیول شي. د دموکرات مسیحي له ګوند څخه د آلمان صدر اعظمې انګلا مرکل دقیقاً یوه اونۍ مخکې د دې هیواد د ایالتونو له لومړي وزیرانو سره په دې هکله تفاهم کړی. د دې تفاهم په اساس په داسې حالت کې چې د یو دریم ګړي کس ژوند یا یو شي ته د یو رد شوي پناه غوښتونکي لخوا د ملاحظې وړ خطر رامنځ ته کیږي، د هغه موقت زنداني کیدل اسانه کوي.

د دې سربیره، د نوموړي کس اخراج باید د امکان تر حده پورې مستقیماً د هغه د لومړني استګونځي څخه صورت  ومومي.

dw/ ml/qu (dpa, afp)/hm

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.11.2016):