1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کبیر خان د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې روزونکي شو

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

د افغانستان د کرکیټ بورډ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د کریکټ د لوبډلې پخوانی روزنکی، کبیر خان، یو ځل بیا د د دغې ډلې د روزونې مسؤلیت پر غاړه اخیستې دی.

https://p.dw.com/p/13cHK
د افغانستان لوبډله اوس پاکستان سره د یوې ورځینې نړیوالې لوبی تیاری نیسي
د افغانستان لوبډله اوس پاکستان سره د یوې ورځینې نړیوالې لوبی تیاری نیسيانځور: AP

د خبر پاڼې په حواله د افغانستان کرکيټ بورد له ډیرو هلو ځلو وروسته په دې توانیدلي چې کبیر خان یو ځل بیا د کرکیټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده وګماري. کبیر خان په خټه پاکستانی او د کرکیټ پخوانی لوبغاړی دی.

د کرکیټ بورډ د خبر پاڼې په حواله د کبیرخان او د افغانستان کریکټ بورډ ترمنځ رسمي تړون لاسلیک شوی. په دې ترتیب سره به نو کبیرخان ډیر ژر افغانستان ته راشي ترڅو د کرکیټ د ملي لوبډلې روزنه پر غاړه واخلي.

افغان چارواکي د کرکیټ ملي لوبډله ستایې او د هغوې د لا پر مختګ لپاره لارې چارې لټوي
افغان چارواکي د کرکیټ ملي لوبډله ستایې او د هغوې د لا پر مختګ لپاره لارې چارې لټويانځور: Afghan Cricket Board

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرایوي مشر، نسیم الله دانش، وایي چې د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله د کبیر خان په څیر یوه پیاوړي روزونکي ته ډیره اړتیا لري. دانش زیاتوي له کبیرخان سره درې کلن تړون لاسلیک شوی.

دانش وایي چې کبیر خان د فغانستان له ژبې، کلتور اوعنعناتو سره پوره بلدتیا لري او کولای شې افغانستان د کرکیټ په برخه کې بریالیتوبو ته ورسوي. دانش زیاتوي چې کبیر خان په خپلې مخکینۍ دوره کې د افغانستان لوبډله ډیرو بریالیتوبونو ته رسولې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته د افغانستان د کرکیټ لوبډله په نړیواله کچه ډیره وځلیده. په لمړي سر کې افغان لوبډلې کوم بهرنی روزونکی نه درلود خو د څه مودې تیریدو وروسته کبیر خان د لوبډلې د روزونکي په توګه غوره شو. خو د یو څو کلونو وروسته د چارواکو له خوا هغه د خپلې دندې لری کړای شو. تر هغه وروسته د پاکستان د کرکیټ د لوبډلې یو پخوانې لوبغاړی، راشد لطیف، د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې په توګه وګمارل شو. کبیرخان تر دې د مخه د اماراتو د لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده بوخت وو.

افغانستان په وروستیو کې د اسیا د شل اوریزو سیالیو اتلولۍ وګټله
افغانستان په وروستیو کې د اسیا د شل اوریزو سیالیو اتلولۍ وګټلهانځور: Afghan Cricket Board

د افغانستان د کرکیټ لوبډله په اوسني وخت کې هم ډیره ښه ځلیدلې او څو اونۍ د مخه یې د آسیا د شل اوریزو سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله به د کبیرخان په ملتیا د پاکستان په وړاندې خپله یوه ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کړي. دغه لوبه به د ۲۰۱۲م کال د فبروري په لسمه نیټه په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش