1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراچي: د تاوتریخوالي په پیښو کې ۳۰ تنه وژل شوي

۱۳۹۰ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د پاکستاني مقاماتو په وینا د چهارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کې د مخالفو قومي او مجرمو ډلو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/12Ihb
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: dapd

د کراچې ښار د تاو تریخوالي د تازه پیښو په قربانيانو کي د پاکستان پیپلزګوند د پارلیمان پخوانی غړی، وجا کریمداد، هم شامل دی. تیره میاشت د پاکستان دولت اعلان کړی ؤ چې په ښار کی د امنیت د ټینګښت په موخه یې نور په سلونو تنه پولیس او نیمه پوځي ملېشې پر دندو ګمارلي دي.

د تاوتريخوالي دغه پیښې د اردو ژبو متحده قومی مومنټ MQM او د پښتنو د عوامی نیشنل پارټۍ ANP پر ګوندونو پورې تړل کيږي.

کراچې د پاکستان لوی صنعتي ښار دی چې شاوخوا ۱۸ میلیونه تنه نفوس لري، چې د ۱۹۴۷م کال په پرتله دغه نفوس څو ځلې ډیر شوی.

یو لوړ پوړي دولتي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي : « د لياري په شمول د کراچي ښار په مختلفو برخو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.»

د وژلو زیاتې پیښې د لیاري په سیمه کې رامنځ ته شوي کومه چي د پاکستان د پیپلز ګوند پوخ ځای ګڼل کيږي.

دغه چارواکی د تاو تریخوالې د تازه پیښو پړه پر مجرمو ډلو اچوي او وايي: « د کراچي په جنوبي برخه لیاري کې وضعه اوس هم ډیره ترینګلي ده او ډزي کیږي.»

یو لوړ پوړي صحي چارواکي هم د وژل شوو شمېر تائيد کړی او ویلي یې دي چې د ښار مختلفو روغتونونو ته د ۳۰ مړو جسدونه راوړل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیسون ویلي چې يوازي په روان مېلادي کال د کراچي د تاو تریخوالي په پیښو کې تر ۸۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي، چې د تېرکال په موده کې دغه شمېر۴۸ تنه ؤ.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم