1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي او زرداري د تروريزم پر ضد د ګډي کلکي مبارزې ټنګار کړی

۱۳۸۷ دی ۱۸, چهارشنبه

کابل ته تر رسيدو لږ وروسته د پاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري او افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په يوه ګده خبري ناسته کي د تروريز په وړاندي په ګډي مبارزې باندي ټنګار وکړی.

https://p.dw.com/p/GTXW
د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

زرداري وويل چي:«موږ غواړو نن نړيوالو ته دا ووايو چي د تروريزم په وړاندي به اوږه په اوږه مبارزه وکړو زموږ موخه په سيمه کي سوله راوستل دي او ځان ته خدمت کول، موږ غواړو ښه دوستان ووسو.»

کرزي هيله څرګنده کړه چي دا مثبتي او نوي اړيکي چي د دواړو هيوادونو د خلکو غوښتنه ده پياوړي سي له تروريزم سره بايد کلکه مبارزه وسي او د د واړو هيوادونو ولسونه د تروريزم او افراطيت له شره خلاص سي.

د زرداري او کرزي په حضور کي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه. په اعلاميه کي د لوړ پوړو چارواکو پر راشه درشه، د پارلماني، حکومتي، امنيتي او پوځي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار سوى. همدارنګه د اعلاميي په يوه برخه کي راغلي چي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزارتونه به د تروريزم په وړاندې يوه ګډه تګ لاره جوړه کړي.

په همدې ډول په اعلاميه کي د اورګاډۍ د پټلۍ جوړول، د سړکانو جوړول ، د ترانزيټ د پياوړي کولو او د برښنا او ګاز د ليږدولو ژمني سوي چي ټول به د افغانستان له لاري غځول کيږي.

افغانستان ته د پاکستان د جمهور رييس آصف علي زرداري د سفر په هکله افغان سياسي څيړونکي او کارپوهان بيلابيلي نظريې څرګندوي. د پيشرو د اوونيزي مسوول چلوونکى وايي چي:«زرداري په داسي حال کي افغانستان ته راځي چي د ولسمشر کرزي د حکومت وروستۍ مياشتي دي او دى پخپله اداره کي اړين واک نه لري او له بلي خوا آصف علي زرداري کابل ته په راتګ سره غواړي نړيوالو ته وښيي چي موږ له تروريزم سره په مبارزه کي له افغانستان سره ګډي موخي لرو او دا يو سمبوليک سفر ګڼي.»

د پاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري
د پاکستان جمهوررييس آصف علي زرداريانځور: AP

سياسي کارپوه ډاکتر آصف بکتاش، وايي چي: «د پاکستان دولت له يوې خوا د افغان دولت په وړاندي جګړه کي ونډه لري او هغه څه چي وايي د هغه پر خلاف عمل کوي.»

څېړونکى استاد عبدالله نجات، د زرداري د سفر په هکله وايي چي که چيري د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو تر منځ خبري اتري په ټينګ عزم پر مخ ولاړ ي سي د ټيکاوپه راوستلو کي به يو څه اغيزه ولري.

داچي کابل ته د زرداري سفر به د هندوستان او افغانستان پر اړيکو څه اغيزه ولري نوراني وايي چي:«کابل ته د زرداري سفر به د هند او افغانستان پر اړيکو کومه اغيزه ونه لري.» ډاکتر بکتاش وايي چي:«تر هغه پوري چي د پاکستان په پوځ او استخباراتو کي بدلون نه وي راغلى او واک په رښتيني توګه ملکي حکومت ته نه وي ليږدول سوى د دواړو هيوادونو د مشرانو تر منځ به خبري اتري مثبتي پايلي ونه لري.»

په پام کي ؤ چي افغانستان ته د پاکستان د جمهور رييس سفر د ډسمبر پر 19 نېټه تر سره سوى واى خو د اقليمي او امنيتي لاملونو له امله وځنډيد. دا سفر په داسي حال کي تر سره کيږي چي د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو د خړ پړتياوو له امله په زرهاوه پاکستاني پوځيان د افغانستان له پولو څخه د هند پولو ته ليږدول سوي دي.