1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي ترهگرو ته د پيسو د رسېدو ضد قانون لاسليک کړ

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۲, پنجشنبه

ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ یو داسې قانون لاسليک کړ چې له مخي یې ترهگرو سازمانونو ته د افغانستان له لاري د پیسو د لېږد مخه نیول کیږي. په دې سره افغانستان په یو شمیر نړیوالو مالي تور لیستونو کې د شاملیدو مخه ونیوله.

https://p.dw.com/p/1CUys
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «تر هغه وروسته چې قضايي ارگانونو دا خبره ثابته کړه چې دغه قانون د افغانستان ملي حاکمیت او بشري حقونه نه زیانمنوي، ولسمشر هغه لاسليک کړ.»

دغه قانون او د پیسو سپینولو ضد قانون چې تیره اوونۍ لاسلیک شوی وو، د نړیوالو مالي سازمانونو په تور لیست کې د افغانستان د شاملیدو مخه نیسي. افغان حکومت غواړي په دغو اقداماتو سره نړیوالو مالي څارنیزو سازمانونو ته ډاډ ورکړي چې د مالي جرایمو د څارني په برخه کې جدي اقدامات کوي.

یو شمیربانکونو وختي لا له افغانستان سره د ضعیفه مالي قوانینو له کبله معاملي بندي کړي دي. له دې سره ډیر شمیر افغان سوداگر او کورنۍ له هیواد څخه دباندي د پیسو لېږدولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

نړیوال مالي څارنیز سازمان FATF تر دې دمخه د روان کال په فبروري میاشت کې افغانستان ته گواښ کړی وو چې غړي بانکونه به یې په خپله بله غونډه کې چې په جون میاشت کې وه، دغه هیواد په خپل تور نوملړ کې شامل کړي. دې سازمان له افغانستان څخه غوښتي ول چې د پیسو سپینولو ضد جدي اقدامات وکړي.

که څه هم د افغانستان مرکزي بانک د دغو تدابیرو د رامنځ ته کیدو له پاره ډیري هڅي وکړې او فشارونه یې ډېر کړل، خو بیا هم هغه تر ټاکل شوي ضرب الاجل څو ورځي دمخه لاسلیک شو. خو په هر حال د دغو قوانینو لاسلیکدو د مالي سازمانونو په تور لیست کې د افغانستان د داخلیدو مخه ونیوله.

که څه هم دواړه قانونونه لاسلیک شوي دي خو افغانستان باید نړیوالو مالي سازمانونو ته دا خبره ثابته کړي چې هغه پلي کوي او د پیسو د سپنولو ضد اقدامات په جدي توگه تعقیبوي.