1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د روسیې او ناټو د تیرې شپې ګډ عملیات وغندل

۱۳۸۹ آبان ۸, شنبه

افغان جمهور ریس هغه عملیات په کلکه غندلي چې د جمعې په شپه د ناټو او روسیې عسکرو له لوري په ختیځ ننګرهار کې تر سره سوي دي.

https://p.dw.com/p/PuRl
انځور: AP

په دغو عملیاتو کې چې په اچین ولسوالۍ کې تر سره سوي پکې د نشیه یې توکو د تولید د څلورو لابراتوارونو د ویجاړیدو خبر ورکړ سوی .

دا لومړی ځل دی چې له څه باندي دوو ولسیزو وروسته روسي ځواکونه په افغانستان کې په داسي عملیاتو کې برخه اخلي.

د مسکو او واشنګټن دا شپنې عملیات چې حامد کرزی یې سخت په غوصه کړی په تیرو څو لسیزو کې د دغو دوو رقیبو ملکونو بي ساري ګډه همکاري بلل سوي ده .

نن د جمهور ریس کرزي له دفتر څخه دوچې ویلې راډیو ته په را استول سوي یوه خبرپاڼه کې ویل سوي چې ولسمشر د ناټو او روسیې دغه عمل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا یو بربنډ یرغل بولي او په کلکو الفاظو یې محکوموي.

د روسیې د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې د ادارې مشر ویکتورایوانوف د نوموړي هیواد انټرفاکس دولتي آژانس ته ویلي چې په دغو عملیاتوکې شاوخوا دوه زره پونډ د لوړ کیفیت هیروین له مینځه یوړل سوي دي.

مسکو ویلي چې له لمر خاته دمخه په دغو عملیاتو کې د دوی د مخدره توکو ضد څلورو اجنټانو دنده درلوده او پاتي نور سرتیري د امریکې او افغانستان ول.

دا په داسي حال کې ده چې کابل په دغو عملیاتو باندي پوره بي خبري ښيي.

روسیې په بیا بیا په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې د بهیر پر څرنګوالې کلکې نیوکې کړې او هغه یې پڅ بللی دی.

تیرکال د روسيې ولسمشر دیمتري میدويدیف په افغانستان کې تو ليد شوي نشه يي توکي د روسيې ملي امنيت ته گواښ بللى او دې ستونزې د مسکو او واشنگټن ترمنځ په اړيکو هم سيورى غوړولى و.

خو د ولسمشر کرزي له ننیو څرګندونو داسي ښکاري چې د کابل حکومت په دغو عملیاتو خبر نه وو.

د ولسمشر له لوري د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته دنده سپارل شوي چې تر همدې نن ماښامه پوري د دغو عملیاتو په اړه پوره تحقیق وکړي او راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

که څه هم د امریکې او کابل تر منځ اړیکي په دې ورستیو کې د پخوا په څير تودې نه دي، اوس داسي ښکاري چې د واشنګټن او مسکو دغه ګډ کار به دغه اړیکي نوري هم سره سړې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا پاڼه کې دا هم ویل سوي چې هیڅ هیواد د افغانستان په حریم د برید اجازه نه لري او که چیرته کوم عملیات تر سره کیږي نو باید د افغان دولت اجازه واخیستل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د نشه یي توکو لابراتوارونه ویجاړیږي او یا هم نشه یي توکي نیول کیږي، بلکې د عملیاتو څرنګوالی په خپل ډول کې بی ساری دی.

کرزي ویلي چې د ناټو او روسیې دغه عمل د افغانستان د نافذه قوانینو او ټولو نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی او دغه دوه هیوادونه باید ژر تر ژره د خپلې کړني سپیناوی وکړي.

ليکونکی: ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی