1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د سيمه ييزو ستونزو سره سره هندوستان ته سفر وکړی

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

افغان ولسمشرهندوستان ته خپل دوه ورځینی سفر د سې شنبې په ورځ پیل سو. په دغه سفر کې به د هندوستان او افغانستان تر منځ د تجارتي اړیکو پر ډیرولو او د هندوستان لخوا د افغان امنیتي ځواکونو پر روزلو خبري وسي.

https://p.dw.com/p/12lDI
افغان ولسمشر حامد کرزی د هندوستان د لومړي وزير من موهن سينگ سره
افغان ولسمشر حامد کرزی د هندوستان د لومړي وزير من موهن سينگ سرهانځور: AP

کرزی په داسي حال کې هندوستان ته سفر کوي، چي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي خړي پړي دي.

 

هندوستان له 2001 کال څخه را په دیخوا په افغانستان کې یو له لویو مرسته کونکو هيوادونو څخه دی. دغه هیواد تر اوسه پوري افغانستان ته د بېلا بېلو پروژو په ترڅ کې څه نا څه دوه میليارده ډالرمرسته کړې ده.

 

هندوستان غواړي، چي په 2014 کال کي وروسته له هغي، چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي په دغه هیواد کي یو ځل بیا لکه د 1990 کلونو په څیر کورنۍ جګړه پیل نه سي.

 

هندوستان دغه راز په دې خبره پوهیږي، چي پاکستان په افغانستان کې برلاسی دی.

 

که څه هم هندوستان ته د حامد کرزي سفر د څو میاشتو راپه دیخوا پلان سوی، خو دغه سفر په داسي حال کي تر سره کیږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې اوس ډیر ترینگلي سوي دي.

 

ډیری افغان مشران د پاکستان استخباراتي اداره، چي د حقاني له ډلي څخه په ملاتړ تورنه ده د رباني په مړیني کي  په ښکیلدو تورنوي.

 

کرزي په څپله ویلې دي، چي د رباني په مړینه کې یو پاکستاني پیوند هم سته. دا په داسي حال کې ده چې هغه کمېسیون، چي د رباني د مړیني د څیړلو په موخه ګمارل سوی وو، ویلي دي چې پر رباني ځانمړګی برید کونکی پاکستانی وو او د رباني د وژلو پلان په پاکستان کي طرح سوی وو.

 

په نوي ډهلي کې د يوه څیړنیز سازمان کارپوه، سعید نقاوي، وایي، چي په داسي حالاتو کي هندوستان ته د کرزي سفر به په پاکستان کې ډیر خلک خفه کړي:

 

«دغه خبره د پاکستان لپاره هم خواشینونکې ده، ځکه چې هر هغه څه چې په دغه سفر کې هندوستان او افغانستان ورباندي موافقه کوي، د پاکستان لخوا دغه هیواد ته یو توهین بلل کیږي.»

 

هندوستان بیا وایي، چې دغه هیواد غواړي له افغانستان سره مرستي تر سره کړي او له دغه هیواد سره خپلي افتصادي مرستي لا په سی ډیري کړي. خو دا ځل هندوستان کیدای سي افغانستان ته ډیر څه ولري، ځکه په دغه سفر کي به د هندوستان لخوا د افغان سرتیرو روزل تر بحث لاندي ونیول سي.

 

په دغه سفر کي به حامد کرزی د هندوستان سره ځیني ستراتيژیک ټړونونه هم لاسلیک کړي چې کیدای سي د پاکستان خپګان لا پسي ډیر کړي.

 

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجیب الله زیارمل