1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د طالبانو سره د سولي د پلان ملاتړ وغوښت

۱۳۸۹ تیر ۲۹, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل د نړيوال کنفرانس د برخه والو څخه وغوښتل چي دسولي د هغه پلان څخه دي ملاتړ وکړي چي له مخه يې مخالفين دې ته هڅول کيږي چي خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي.

https://p.dw.com/p/OPhE
ولسمشر حامد کرزی او هلري کلنټن په کابل کي د سودا پر مهال
ولسمشر حامد کرزی او هلري کلنټن په کابل کي د سودا پر مهالانځور: AP

کرزي زياته کړې زموږ د سولي مشورتي جرګې د سولي په برخه کي يو ملي تفاهم جوت کړی دی او بايد دغه پيغام هغو مخالفو وسله والو ته ورسوو چي زموږ اساسي قانون مني او د القاعده له تروريستي شبکې سره اړيکي شلوي.»

کرزي دغه راز د کنفرانس برخوالو ته زياته کړې چي نړيوال ملګري دي د سولي له دغو هڅو څخه ملاتړ وکړي، خو په دې اړه يې جزيات ورنه کړل چي حکومت به يې دغه پلان څنګه عملي کوي.

ټاکل سوې ده چي د اټکل له مخه ۳۶ زره طالب جنګيالي دې ته تشويق سي چي تر ۲۰۱۵ م کاله پوري خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي.

تقريبا ۷۸۴ مليونو ډالرو ته اړتيا ده تر څو دغه پنځه کلن پلان تمويل سي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې وويل چي د هغې هېواد به د افغانستان د حکومت له دغه پلان څخه ملاتړ وکړي.

نوموړې زياته کړه چي د سولي د ملي مشورتي جرګې را په دې خوا ډېر ښه پرختګونه سوي دي.

AG/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل