1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د هلمند پیښې د پلټنې امر ورکړی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15xow

افغان ولسمشر حامد کرزي په هلمند ولایت کې د ۱۷ کسانو د وژل کیدو له پاره طالبان گرم بللي دي. د رویټزر او اسوشیټډ پریس خبري آژانسونه لیکي چې ولسمشر د پیښې د پلټنو امر ورکړی دئ. ځایي چارواکي ادعا کوي چې دغه کسان په یوه محفل کې د موسیقې د اوریدلو په تور وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې طالبانو په دغه پیښه کې لاس لرل رد کړي دي. په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت، ملگرو ملتونو او اروپایي ټولنې دغه پیښه په کلکو ټکو کې غندلې ده.