1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي له دولتي کارکوونکو سره خدای پاماني وکړه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی چې دیارلس کاله د مخه د ارگ ماڼۍ ته ننوتی وو، نن له خپلې دولتي کابیني سره خدای پاماني وکړه. په پام کې ده چې کرزی به د دوشنبې په ورځ په رسمي توگه واک نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/1DJ3t
انځور: RAVEENDRAN/AFP/Getty Images

افغان ولسمشر د بن د توافق له مخې واک ته ورسید او د حکومت په راس کې واقع شو. هغه مهال د افغانستان دولتي ادارې له پخواني شوروي اتحاد سره د جگړې، د مجاهدینو تر منځ د کورنۍ جنگونو او د طالبانو د ویجاړیو له کبله له نشت سره برابري وې.

پلازمېنه کابل تر یوه ویجاړي پرته بل څه نه وو، پولیسو او اردو وجود نه لاره او په کابل کې د دولت په نوم هیڅ کومي ادارې فعالیت نه کاوه. طالبانو د ارگ چوکۍ دباندي راایستلي وې او دغه ودانۍ چې په افغانستان کې د قدرت سمبول دی، په یوه پوځي مرکز بدله کړې وه.

افغان ولسمشر حامد کرزي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۲۳مه) له خپلي کابیني سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې د خپلو لومړیو ورځو د تجربې په هکله وویل: «له لومړیو ورځو څخه تر دوو درو کلونو پوري به مې د یوه هیواد مشر ته یوه ساده مکتوب، ۱۷، ۱۸، ۱۹، ۲۰ واري خپله لوسته څو به بالاخره اصلاح او ټایپ کیده. که متن به اصلاح شو، ټایپ به یې غلط وو او که ټايپ به یې سمیده نو کاغذ به یې قات وو، مقصد یوه غلطې به پکښې وه.»

اوس دیارلس کاله وروسته د نړیوالي ټولني په مرستو، د افغانستان دولتي ادارې فعاله دي او نوی ولسمشر چې په دولتي راس کې قرار نیسي، د افغانستان امنیتي، مالي، تعلیمي او فرهنگي نهادونه فعاله دي.

کرزي په خپلو څرگندونو کې وړاندي وویل چې هند، جاپان، چین، آلمان او ترکيه بې له دې چې کوم هدف او مقصد ولري له افغانستان سره مرسته کړې ده، خو په وینا یې یو شمیر لوېدیځو هیوادونو خپلو اهدافو او موخو ته د رسیدو له پاره له افغانستان سره مرسته کړې ده.

سوله او د نورو جگړه

د حامد کرزي د کاري دوري په پېلیدو سره افغانان د طالبانو له درو څخه خلاص شول، ښځو له کورونو د وتلو اجازه ومونده او چا کولای نه شوای چې څوک په زور يو کار ته مجبوره کاندي.

د ټول افغانستان په کچه امنیت ټینگ وو او د ناامنۍ او جگړې په هکله ډیره کمه اندېښنه موجوده وه، خو په ۲۰۰۴م کال کې یعني د حامد کرزي د کاري مودې د پیلیدو شاوخوا درې کاله وروسته طالبانو یووار بیا د افغانستان په بېلابېلو څنډو کې بریدونه پيل کړل.

حامد کرزي د خپلې کابینې له کارکوونکو سره په وروستۍ غونډه کې وویل چې په وروستیو کلونو کې یې ډیري هڅې وکړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینگ شي، خو سوله رامنځ ته نه شوه. د هغه په وینا دا ځکه چې د افغانستان سوله او جگړه د بهرنیانو په لاس کې ده او افغانان یوازي قربانیان دي.

اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر موافقه وکړه
اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر موافقه وکړهانځور: Reuters

کرزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په بدل کې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندل او د بهرني سیاست کنترول غواړي، خو په وینا یې افغانستان یې د دغو شرطونو قبلولو ته حاضر نه دی. تلونکي افغان ولسمشر وویل چې۲۰واري یې پاکستان ته سفر وکړ چې سوله راولي، خو امریکا دا نه غوښتل.

حامد کرزي زیاته کړه چې په دې دلیل یې له امریکا متحدو ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ چې امریکا، افغانستان ته سوله را نه وسته. د ښاغلي کرزي په وینا که چیري امریکا وغواړي په افغانستان کې سوله ټینگیدای شي.

په لومړي وار په سوله ییزه توگ د واک لیږد

د نړیوالو او د افغانستان د خلکو ستره اندیښنه په دغه هیواد کې د سیاسي واک لیږد وو. د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري وځي، او د ټول هیواد په کچه به امنیتي مسئولیت د افغان ځواکونو پر غاړه وي.

افغانستان له شخړو او ستونزو ډکې ټاکني شاته پریښودې. په ټاکنو کې د درغلیو ادعا د دې سبب شوه چې ټولي رایې د ملگرو ملتونو تر څارني لاندي و ارزول او بیا وشمیرل شي. د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د امریکا متحده ایالاتو او ملگرو ملتونو په منځگړتوب تر څو اوونیو خبرو اترو وروسته بالاخره د ملي یووالی حکومت د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي په سوله ییز ډول د واک لیږد او د افغانانو اتحاد وستایه. ښاغلي کرزي په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د خپلو لویو لاس ته راوړنو څخه وباله او له خپل ځای ناستي څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې هوښیارانه عمل وکړي.