1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي: له طالبانو سره تماس لرو

۱۳۸۹ اسفند ۱۲, پنجشنبه

دافغانستان ولسمشرحامد کرزي يوی بريتانوي تلويزيوني شبکي ته وويل چي د هغه حکومت او د هغه لويديځ ملاتړکونکي له وسلوالومخالفينو سره اړيکي نيولي دي، خو ښايي « يو تردري کلونو» پوري وخت ونيسي چي يوي نتيجي ته ورسيږي

https://p.dw.com/p/R5uF
د د افغانستان ولسمشر کرزی او د بریتانیا صدراعظم دیوی کمرون
د د افغانستان ولسمشر کرزی او د بریتانیا صدراعظم دیوی کمرونانځور: AP

افغانستان ولس مشر حامد کرزي بريتانيا د خپل سفر په ترڅ کي چيرته چي د دغه هيواد له مشرانو سره وليدل، له خپلو وسلوالو مخالفينو سره د

د خبرو له وضعيت څخه پرده پورته کړه.

دافغان چارواکو د سرچينو د معلوماتو له مخي افغانستان ته دامنيتي مسوليت انتقال له بريتانوي مشرانو سره د هغه د خبرو اترو مهمه موضوع وه . خو د دغو خبرو اترو ترڅنګ کرزي له يو بريتانوي تلويزوني شبکي سره په يوه مرکه وويل چي د هغه حکومت او د هغه لويديځ ملاتړ کونکي له طالبانو سره په تماس کي دي.

کرزي د بريتانيا له څلورم تلويزوني چينل سره په يوه مرکه کي وويل چي د ده حکومت د طالبانو له ځينو مشرانو مستقيما اړيکه تينګه کړي ده او غواړي چي له هغو سره د خبرو اترو ور پرانيځي.

کرزي دا خبره وروسته له هغي وکړه چي د بريتانيا له صدارعظم، دويد کمرون سره يي وليدل. کله چي له کرزي څخه پوښتنه وشوه چي دغه تماسونه له کومو طالبانو يا چيرته هغوي سره تماس ټينګ شوي دي، هغه په ځواب کي همدومره وويل: « تماسونه روان دي. له بد مرغه دغه تماسونه له کوم ټاکلي آدرس سره نه دي، ځکه آدرس معلوم نه دي.»

په مرکه کي کرزي په دي هکله معلومات ور نه کړل چي له کومو طالبانو سره يي تماس ټينګ کړي دي. يواځي دومره ويلي دي چي دغه تماسونه له طالبانو سره د سولي د عالي شورا له لاري ټينګ شوي دي. دغه شورا دنده لري چي د افغان حکومت او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ ديالوګ پيل کړي.

کرزي په خپلي دي مرکه کي وويل چي د هغه لويديح متحدين هم له طالبانو سره په تماس کي، خو په دي هکله زيات جزييات بربنډ نه کړل.

کله چي تري پوښتنه وشوه چي آيا بريتانيا او امريکا متحده ايالات له هماغو طالبانو سره تماس لري چي د ده حکومت يي لري، کرزي په ځواب کي وويل : « هغوي سره تماس شته، خو له نه عينو کسانو سره»

کرزي يادونه وکړه چي ز خبري اتري يواځي پيل شوي دي او زياته کړه چي «يواځي هيله کولاي شي» چي ښيي نتيجي ته ورسيږي.

کله چي له کرزي څخه پوښتنه وشوه چي څه وخت به دغه خبري اتري نتيجه ورکړي او آيا يوه ټاکلي موده ښودلي شي ، کرزي وويل: « له بده مرغه دا د اونيو خبره نه ده. زما هيله ده چي ژر نتيجه ورکړي. او دا د مياشتو خبره هم نه ده. ښايي له يو تردري کاله پوري وخت ونيسي.»

د نيويارک تايمز ورحپاني هم څه موده مخکي رپوټ ورکړ چي امرکيا متحده ايالات د طالبانمو له ځينو قوماندانانو سره په تماس کي دي. خو د دغي ورحپاني د رپوټ له مخي دغه تماسونه يواځي په «تحقيقي پړاو کي نه د د سولي د خبرو اترو د پيل په پړاو کي.»

آژانسونه: عبدالباري حکيم

کتونکي: قاسم نوري