1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي يواربيا پر لوېديځو هيوادونو باندي سختي نيوکي کړي

۱۳۸۹ فروردین ۱۳, جمعه

د افغانستان ددولت مشر حامد کرزي لويدیځو هیوادونو ته دا پيغور کوي، چي دوی نه غواړي افغانستان يو پیاوړی پارلمان او ولسمشر ولري...

https://p.dw.com/p/MltO
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

دافغان ولمشر حامد کرزي د پنجشنبې په يوه تلوزیوني مرکه کي پر لوېدیځو هیوادونو باندي دا تور لګولی دی، چي د تير کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دوی د درغليوخوري کړی و او اوس هم دوی دي، چي غواړي د همدې روان ميلادي کال د سپټمبر په مياشت کي په افغانستان کي د پلان سوو پارلماني ټاکنو مخه ونيسي.

په تيرکال کي د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د درغليو د آوازو د خپريدلو له امله د ولسمشر حامد کرزي سیاسي پرستيژ ته زيات تاوانونه رسيدلي. د 2009 میلادي کال د آګست د میاشتي د 20 نېټې د ټاکنو څخه وروسته، يوې څارونکي ډلي ،چي د امریکا د متحده ايالاتو له خوا يي ملاتړ کيدی، اعلام وکړ، چي د افغانستان د ولسمشرۍ په دغه ټاکنو کي زښته زیاتي درغلۍ سوي او د ورکړ شو رايو دريمه برخه په اصطلا ناچله رايي بلل کیږي.

له همدې امله دا پریکړه وسوه، چي د ولسمشر حامد کرزي او دده د ستر سيال عبدالله عبدالله ترمنځ دي ددوهم ځل دپاره ټاکني وسي. خو کله چي عبدالله عبدالله په دوهم ځل ټاکنو کي د ونډي اخيستلو څخه ډده وکړه نو بيا حامد کرزی د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی وبلل سو.

خو اوس کرزی غواړي په اصطلا د ريکاټ مخ واړوي او بهرنيو کتونکو ته دا پيغور کوي، چي دوی ددغه ټاکنو ددرغليو په لوبه کي لاس درلود. په تيره بیا کرزي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ټولني د پخواني خاص استازي مرستيال Peter Galbaith او د افغانستان د ټاکنو لپاره د اروپايي ټولني د څارونکي کمېسيون د مشر فرانسوي Philippe Morillon نومونه اخلي، چي دوی د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د خپلو صلاحیتونو څخه تيری کړی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ټولني دخاص استازي مرستيال ګالبريت په افغانستان کي دملګرو ملتونو دټولني د پخواني خاص استازي په مشر نارويږي کاي آیدي ته ګالبريت مشر هم و، داپيغور کاو چي ګواکي دی د افغانستان د ولسمشري په ټاکنو کي ددرغليو د مسلې سره جدي برخورد نه کوي.

په هغه وخت کي د ګالبريت او کاي آيډي ترمنځ د اختلافونو له امله د ملګرو ملتونو د ټولني لوي منشي بان کي مون دې پرېکړي ته رسيږي، چي ګالبريت له دغي دندي څخه لري کړي.

د افغانستان د ټاکنو لپاره داروپايي ټولني د څارونکي کمېسيون مشر به ويل يې، چي د افغانستا د ولسمشرۍ په ټاکنو کي لږ تر لږه يو نيم مليون رايي جعلي رايي دي.خو کله، چي په افغانستان کی دولسمشري ټاکنی اعلام شوي ، نوموړی افغانستان بريښود .

کرزي پخپله بروني تلوزیونی وینا کي به داګه سره وايي چي « دهر ډول شک اوترديده څخه پرته دافغانستان دولسمشري او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کي درغلي شوي او زیاتي درغلي شوي دي ، خو دغه درغلي افغانانو ندی کړي بلکي په دی کار کي دبهرنيانو لاس و د ګالبريت او د موريلون . »

ګالبريت درويتر دخبر رسولو دآژانس سره په يوه تيلفونی مرکه کي وايي چي دکرزي دغه دعا « دخندا وړ» یوه خبره ده .او بيا وايي چي په ماباندي دافغانستان دولسمشري په ټاکنو کي ددرغليو دتورونو لګول ماته پخپله مسخري بريښي همداشان دامریکي دمتحده ایالتونو دبهرنيو چارودوزارت ویاند P. J Crowley دکرزي کوم تورونه چي په ګالبريت يي لګولي دي ردوي .او وايي چي مهمه خبره به داوي چي که کرزي وشی کړاي په هيواد کي دننه دبډي اخيستلو او اداري فساد سره سمه مبارزه وکړي ، نو دده ولس به وروسته دده دبريالیتوبونو ستاینه وکړي .

کله چی درویتر دآژانس يوه خبريال په کابل کي داوروپايي ټولنۍ او دملګرو ملتونو دټولني دویاندو څخه دکرزي دتورونو په هکله پوښتنه کړي ،هغوي په دي اړه دهرډول تبصري څخه ډډه کړيده .

يوه ورځ دمخه دافغانستان دولسي جرګي له خوا دولسمشر حامد کرزي هغه فرمان رد شوي چي په هغه کی ويل شوي و ،به راتلونکي کی به دټاکنو دڅارونکي اداري ټول غړي بخپله دولسمشر له خوا ټاکل کیږی . دمخه ، لويډيځو هیوادونو هم دحامد کرزي په دغه فرمان باندي نیوکي کړي و . دملګرو ملتونو ټولني په دی هکله خپله انديښنه ښودلي چي کيداي شي دافغانستان په پلان شوي پارلمانی ټاکنو کي بیا درغلي وشي .

دتيري يک شنبي په ورځ دامریکي دمتحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ديوه ناڅاپي سفر په ترڅ کي کرزي يوځل بيا داخبره په داګه کړي چي دی بايد دبډي اخيستلو ، اداري فساد او دنشه يي تکودقاچاقو په ضد جدی مبازره وکړي .

Reuter/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل