1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي پر طالبانو باندي د پوهني په برخه کي د مرستي ږغ کړی

۱۳۹۰ فروردین ۳, چهارشنبه

جمهورريس کرزي چي د يوې خوا يې د پوهني په برخه کي د طالبانو د مرستي غوښتنه کوله د بلي خوا يې هغوی ته ګواښ وکړ چي که له جګړې لاس نه اخلي نو دی يې مقابلې ته ولاړ دی.

https://p.dw.com/p/RBpy
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: PA/dpa

د پوهني وزارت شميري ښيې چې ټول۴۵۰ ښونځي په هغو سيمو کي تړل سوي چي د طالبانو تر ولکې او اغيز لاندي دي. هلته دوه لکه کوچنيان نسي کولای چي زده کړي وکړي.

افغان ولسمشر پر زور پالو ږغ وکړ چي د ښونځيو په سوځولو د خپل هيواد ريښې په تبر مه وهی او خپل ماشومان مه بدبخته کوی.

« مکتبونه مه سوځوﺉ، د معارف په وده کي کمک وکړی، راسي سوله راولي، آزاده خاوره ده مستقله خاوره ده ستا خاوره ده، راسه انتخابات وکړﺉ، نرغوندي يې وګټی او خپل وطن آباد کړی، له معارف سره دوستي وکړی نه دښمني، له خپل هيواد او اولاد سره دوستي وکړﺉ».

خو سره له دې بيا هم د کابل حکومت د پوهني په برخه کي د لوی پرمختګ ادعا کوي.

د پوهني وزير فاروق وردګ وايي همدا نن ورځ د ۱۴۰۰۰ ښونځيو دروازي د څه د پاسه اته اعشاريه ۳ مليونه زدکونکو پر مخ پرانيستل سوي.

د طالبانو د حکومت له ړنګيدو وروسته که څه هم د ميليونونو زدکونکو پر مخ د ښونځيو دروازې پرانيستل سوي خو هغه ستونزه چي اوس په دغه برخه کي ترينه افغان حکومت په سخته ويره کي دي د پوهني د کيفيت ټيټوالی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم د پوهني پر کيفيت ټينګار کوي.

« د دې وخت را رسيدلی چي په خپل هيواد کي د پوهني په برخه کي پر کيفيت ډير کار وکړو، په شدت او بيړي په دغه برخه کي ګامونه پورته کړو، له هيڅ راز هڅو ډه ډه و نه کړو».

افغان جمهور ريس د خپل هيواد څخه د بهرنيانو د وتلو يوازنۍ لاره د افغانستان د پوهني د بهير په لوړيدو کي ويني.

نوموړي طالبانو ته ډاډ ورکړی چي که يې د هيواد بچيان د پوهي په ګاڼې سمبال سي بيا به بهرنيو ځواکونو، متخصصينو او مسلکي کادرونو ته اړتيا نه وي چي په هيواد کې يې پاته سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل