1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي په برلين کي د انګيلامير کل سره وکتل

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

د دوی د ليدني کتني محراقي موضوع د دواړو هيوادونو تر مينځ د اړيکو ټينګول ښودل سوې ده.

https://p.dw.com/p/HnIi
ولسمشر کرزی او لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا مير کل
ولسمشر کرزی او لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا مير کلانځور: AP

دا هم ويل شوي دي چي هغوی د افغانستان په شمال کي د امنيتي وضعي پر سر چي په دې وروستيو وختو کي خرابه شوې ده، هم خبري کوي. د افغانستان په دغه سيمه کي آلماني سرتيري خوندي دي، دغه سيمه د افغانستان د نورو برخو په پرتله تراوسه پوري له زورزياتيو څخه تر زياتي کچي په امن کي پاته وه. خو په تيرو اونيو کي څو ځلي پر آلماني سرتيرو بريدونه شوي دي.

ميرکل او کرزی درې ورځي وروسته له هغه سره ګوري چی ويل شوي دي د آلمان خاصو روزل شوو ځواکونو له افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه په شمال کي د طالبانو يو قومندان چي نوم يې عبدالرازق ښودل شوي ونيو. هغه په دې تورن شوی دی چی پر آلماني سرتيرو باندي يې بريدونه کول.

آلمان په افغانستان کي 3800 سرتيري لري. د آلمان د ناټو متحدين هيله لري چي د نوموړي هيواد دغه عمليات د نورو داسي ابتکاري عملياتو پيل وي. آلمانانو تراوسه پوري له دې ډه ډه کوله چي د طالبانو پر ضد په عملياتو کي مستقيمه برخه واخلي.

هغوی ډير زيات د افغانستان بيارغاوني، خصوصا د افغانستان د پوليسي ځواک روزني او د دغه هيواد د بنسټيزو تأسيساټو جوړوني ته پام اړولی دی. سره له دې هم د آلمان مأموريت ته د دغه هيواد عامه ‌ذهنيت په انتقادي سترګه ګوري. وروسته له امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا څخه آلمان دريم هيواد دی چي په افغانستان کي د آيساف د 58 زره کسيز ځواک په چوکاټ کي سرتيري لري.

څارونکي وايي، چي د متحدينو له خوا پر برلين باندي د فشارونو او پر آلماني سرتيرو باندي د وروستيو بريدونو د زياتيدو سره دغه هيواد مجبوره کيږي چي په افغانستان کي د زورزياتيو ډګر ته مستقيماً وړاندي شي او د هغو سره لاس او پنجه ورکړي. آلمان ويلي دي چي د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د امينت د خوندي ساتني له پاره به 600 نور سرتيري هغه هيواد ته واستوي چي په دې ترتيب به د هغوی شمېر 4400 ته ورسيږي.

د افغانستان په وړاندي د جمهور رييس اوباما د نوي ستراتيژۍ د يوې برخي په توګه د متحده ايالاتو او آلمان په شمول د ناټو ډيرو نورو هيوادونو هم ژمنه کړې چي د هندوکش په لمن کي خپل پوځي حضور پياوړی کړي.

برلين ته له رسيدو څخه مخکي له ان بي سي تلويزوني شبکې سره کرزي نن وويل: که څه هم افغاستان ته د متحد ه ايالاتود سرتيرو زياتولو له پاره ډير ناوخته اقدام وشو، خو بياهم د کرزي د خپلي خبري له مخه « د يو ښه مقصد له پاره اوس هم وخت شته دی.»

هغه وويل، «اصلاً شپږ کاله مخکي بايد دا کار شوی وای.»

AG / عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل