1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی:د امنيتي ځواک په روزلو کي د ناټو مرستي ناکافي دي

۱۳۸۹ آذر ۲, سه‌شنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي د خپلو امنيتي ځواکونو دپاره د ناټو د غړو هېوادونو مرستې ناکافي بللې دي.

https://p.dw.com/p/QGA1
انځور: AP

ولسمشر کرزي په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي: «موږ په هغو تجهيزاتو نه يو خوښ چي ملي اردو ته تردې دمه په اختيار کي ورکړل سوي دي.»

کرزي وويل که افغان پوځيان او پوليس په راتلونکي کي د تندلارو پاڅون کونکو په وړاندې د عملياتو دنده په غاړه اخلي، بايد چي په عصري تجهيراتو هم سنبال سي.

د تېري اونۍ په پای کي د ليزبن په سرمشريزه کي د ناټو ټلوالي پرېکړه وکړه چي په افغانستان کي جنګي ماموريت به تر ۲۰۱۴ م کاله پورې پای ته ورسول سي.

د ناټو د عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن په خبره تر ۲۰۱۴ کال وروسته به بهرني سرتېري يوازي د افغاني ځواکونو د روزني او ملاتړ په موخه په افغانستان کي پاته سي.

کرزي په دې وروستيو کي پر خپلو نړيوالو ملګرو نيوکې کړې وې چي له امله يې خړپړتيا رامنځته کړې وه.

کرزي د ناټو تر سرمشريزي څه موده د مخه د امريکا رسنيو سره په مرکه کي ويلي ول چې پوځي ماموريت دې محدود کړای سي، ځکه چي افغانان د ده په خبره د بهرنيو ځواکونو له پراخ حضور څخه په تنګ سوي دي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري