1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کرزی اداري فساد ختمولای شي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي چې که چیرته د افغانستان ولسمشر وغواړي فساد ختم کړي نو هغه کولای شي چې په ډیره بیړه او قوت سره د دغې پدیدې ریښي په خپل نظام کې وچې کړي.

https://p.dw.com/p/15guF
انځور: Fotolia/Natalia D.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سایمن ګیس، دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ (د جولای د میاشتې ۳۱مه نیټه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وکړي. د هغه په وینا فساد په افغان حکومت کې په پراخه کچه موجود دئ او د دغه هیواد راتلونکې ئې له ننګونو سره مخامخ کړې ده.

د ناټو دغه لوړپوړی ملکي استازی په داسې حال کې پر افغان ولسمشر باندې د فساد د ختمولو غږ کوي چې حکومت د توکیو په غونډه کې ژمنه کړې ده چې د دغې پدیدې پر ضد مبارزه به وروسته له دې پخپلو لومړيتوبونو کې راولي.

د سایمن ګیس په خبره ولسمشر کرزي په توکیو کې د فساد د له منځه وړلو له پاره ژمنې کړي دي او دا ژمنې د نه پلي کیدو وړ هم نه دي. خو د هغه په اند قوي ارادې او منظم پلان ته اړتیا لري:

«هغه څه چې حکومت ئې وایي مجبور دئ چې تر سره ئې کړي. کرزي خپل پارلمان ته ویلي دي چې غواړي په ریښتیني ډول فساد له منځه یوسي. موږ له هغه څخه د عمل تمه لرو. زه په دې باور یم چې حکومت کولای شي خپلي ژمنې عملي کړي، ځکه نړیوالې ټولنې د خپلو مرستو پر وړاندې ډير سخت شرطونه ایښي دي چې د هغوی مرستې بې ځایه مصرف نه شي.»

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي دا هم وویل چې نړیواله ټولنه تمه لري چې افغانستان په راتلونکو کلونو کې پر سم لوري حرکت وکړي. ویل کیږي چې اوس د ناټو او افغان دولت یو ګډ پلاوی هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي.

دغه پلاوی د هغو څو میلیونو ډالرو په ارزښت د پروژو د پیسو څرنګوالی څاري چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یا بشپړې شوې دي او یا هم د بشپړیدو په درشل کې دي.

سایمن ګیس وایي چې دوی د هغو سلګونو میلیونه ډالري پروژو په اړه اندیښمن دي چې په ځينو برخو کې ئې د مالي فساد ویره موجوده ده:

«موږ غواړو چې افغانستان پر سم لوري حرکت وکړي. بې له شکه افغان حکومت کولای شي چې له فساد سره په مبارزه کې پرمختګونه وکړي. موږ له افغان دولت څخه د ناشونو کارونو د تر سره کولو تمه نه لرو، یعنې افغان دولت باید په داسې ډول کار وکړي چې د لګیدلو پیسو څرنگوالی او لګښت خلکو او نړیوالې ټولنې ته واضح او روښانه وي.»

ناټو تر اوسه پورې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې په سلګونه ملیونه امریکايي ډالر مصرف کړي دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش