کرزی: افغانانو ته د امنيت په راوستلو کي پاتي راغلي يو
۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعهکرزي دغه راز ويلي دي، چي د طالبانو سره خبري اتري يې نه دي درولي. ويل کيږي چي طالبان د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر، برهان الدين رباني، په وژنه کي لاس لري.
کرزي ويلي دي، چي د طالبانو سره به اوس يوازي هغه وخت خبري وکړي، چي که دوی يو استازی افغان حکومت او نړيوالي ټولني ته وروپيژني.
کرزي په هغه مرکه کي چي د جمعي په ورځ يې د بي بي سي سره کړې وويل: «موږ افغان خلکو ته د امنيت په برابرولو کي ډير پاتي راغلي يو او دا زموږ د دولت او زموږ د بهرنيو ملګرو د ضعف نقطه ده.»
دا په داسي حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخي په روان کال کي ملکي تلفات او امنيتي بيښي د 2001 کال څخه را په ديخو تر بل هر وخت لوړ سوي دي.
کرزی چي د 2002 کال راپه دېخوا د افغانستان مشري په غاړه لري وويل، چي هيواد يي بايد د امنيت په برخه کي لا پرمختګ وکړي.
کرزي دغه راز زياته کړې، چي طالبانو ته د ماتي ورکولو لپاره، په پاکستان کي د ياغيانو د اډو له منځه وړل ډير ضروري دي:
« دا معلومه ده چي که پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ و نه کړي دغه ډله به هيڅ کار هم تر سره نه کړای سي.»
کرزي روښانه نه کړه، چي له طالبانو څخه په پاکستان کي د حکومت کوم اړخ ملاتړ کوي. خو هغه وويل چي د ده حکومت به يوازي هغه وخت د طالبانو سره د سولي خبري وکړي، چي داسي څوک پيدا سي چي په واضيح توګه ځان د طالبانو استازي وپيژني:
« موږ نه دي ويلي چي د طالبانو سره به د سولي خبري و نه کړو. موږ ويلي دي، چي نه پوهيږو، چي د چا سره خبري وکړو. موږ د خبرو لپاره کوم آدرس په لاس کي نه لرو. هغه ګړی چي موږ د طالبانو کوم آدرس لاس ته رواړو د هغوی سره به خبري تر سره کړو.»
کارپوهان وايي چي پاکستان، ياغيان په افغانستان کي د هندوستان د مخ پر ډيريدونکي نفوذ پر ضد استعمالوي. پاکستان د طالبانو سره په ۱۹۹۰ لسيزه کي همکاري پيل کره.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي : نجيب الله زيارمل