1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی : امريکا بايد د طالبانو سره دده د حکومت د لاري خبري وکي

۱۳۸۸ فروردین ۳۱, دوشنبه

د بلي خوا جنرال ميک کيرنن ويلي دي ،چي پاکستان بايد پخپله خاوره کښي د طالبانو پر ضد اضافه ګامونه پورته کي

https://p.dw.com/p/Habb
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزيانځور: AP

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي پرون وويل چي د امريکا دمتحده ايالاتو دا هڅي چي په افغانستان کي د بغاوت د مخي نيوي دپاره د طالبانو سره مستقيمي خبري اتري وکړي، ناکامي دي، مګر دا چي دغسي خبري اتري دده د حکومت د لاري تر سره سي.

د جمهور رييس اوباما ادارې اعلان کړی دی چي هغه به افغانستان ته د نورو پوځي اواقتصادي مرستو پر استولو سر بيره، په دغه جګړه ځپلي هيواد کي د بغاوت د ختمولو دپاره له ديپلوماتيکي هلو ځلو څخه هم کار واخلي .

خو د سي اِن اِن CNN دټلويزوني شبکې سره په يوه مرکه کي کرزي د متحده ايالاتو د پوځي قوماندانانود هغي يوې ستراتيژۍ سره مخالف ښکاره کړی ،چي هغوی په خپل سر د طالب ياغيانو سره تماس ونيسي ، هغوي قانع کړي چي د جګړې څخه لاس واخلي او له سيمه ايزو مليشو سره يو ځاي سي .

د افغانستان جمهور ريس دسي اِن اِن CNN سره په مرکه کي وويل :« که تاسي د طالبانو د سميه ايزو قوماندانانو سره معامله کول غواړی، په يوه تاکتيکي سطح ښه ده، خو داهم بايد د افغانستان د حکومت په موافقه وي ، سيمه ايزه چارواکي ورباندي خبر وي ،او د هغوی موافقه بايد لاس ته راوړل شي . که چيري افغان حکومت د دغي معاملي څخه خبر نه وي، نو د سولي دا ډول پروسه به کوم ځای ونه نيسي .»

په تيرو درو کلوکي د طالبانو تر مشر ۍ لاندي بغاوت په افغانستان کي امريکا د يوه سخت چلج سره مخامخ کړې ،اواوس دغه بغاوت د افغانستان په جنوب او جنوب ختيځو سيمو کي زور اخيستی دی . واشنکتن انديښنه لري چي داسي نه وي چه د هغه لمن ټول افغانستان ته خپره سي اوبيا خصوصا د هغه ګاونډي هيواد پاکستان چي په اټومي وسلو سمبال دي ، بې ثباته کړي.

کرزی چي د طالبانو له نسکوريدو څخه را پدې خوا په افغانستان کي حکومت کوي، د څه وخت راهيسي د خپلو لويديزو متحدينو لخوا د مختلفو مسايلو له امله تر نيوکو لاندي راغلی دی .

متحده ايالاتو ويلي دي چي هغه به د افغانستان په راتلونکو جمهوري انتخاباتو کي نه دکرزي او نه هم د کوم بل کانديد څخه ملاتړ وکړي . دا دافغانستان د خلکو خپل تصميم دی چي چاته رايي ورکوي .

د بلي خوا امريکايي جنرال او د آيساف مشر ميک کيرنن ويلي دي ،چي پاکستان بايد پخپله خاوره کښي د طالبانو پر ضد اضافه ګامونه پورته کي ،ځکه چه طالبان ټوله سيمه د ناامنۍ سره مخامخ کوي .

Dpa/CNN / حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري