1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: امريکا دي پر پاکستان فشار ډير کړي

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي تيره ورځ ناوخته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره په کابل کي وکتل. دواړو د سيمي پر حالاتو او د افغانستان اوا مريکا تر منځ د ستراتيژيک سند پر سر خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/12oSH
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP/DW-Montage

کابل ته د امريکا د دغه لوړ پوړي ډيپلوماټ سفر پر داسي مهال  تر سره کيږي، چي له ترهګرۍ سره جګړه اوس خپل ډير پيچلي پړاو ته ننوتې، او په سيمه کي د امريکا د عمده متحدينو پاکستان او افغانستان اړيکي هم تر بل هر وخت ډيري ترينګلي سوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ويندوي دفتر غړي سيامک هيروي ويلي، چي کرزي له ګروسمن څخه غوښتي چي پر پاکستان فشار زيات کړي، تر څو د  ترهګرو ځالي په خپله خاوره کي ړنګي کړي.

د کرزي دغه غوښتنه يوه ورځ وروسته تر هغه مطرح کيږي چي د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم وړمه ورځ له اسلام آباد څخه غوښتنه وکړه چي د ترهګرو پر ضد موثر ګامونه پورته کړي.

اوباما ويلي که چيري، پاکستان له دوي سره صادقانه همکاري و نه کړي، نو دغه ملک به د امريکا ستر اقتصادي مشوقونه له لاسه ورکړي او په دې کار سره به سخت زيان ور ورسيږي.

ولسمشر کرزی چي د سولي د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني تر وژلو وروسته پر پاکستان سخت په غوصه ښکاري هڅه کوي، چي له دغه فرصت څخه په ګټي اخيستني سره پر پاکستان نړيوال فشارونه زيات کړي، چي تر ډيره همداسي هم سوې.

د ناټو يو شمير غړو هيوادونو هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د پاکستان پر دوه مخي سياست نيوکي کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند همدا راز وويل، چي مارک ګروسمن له ولسمشر کرزي سره په خبرو کي ژمنه وکړه، چي واشنګټن به پر اسلام آباد فشار زياتوي تر څو عملي ګامونه پورته کړي.

د هيروي د وينا له مخي کرزي له ګروسمن سره په خبرو کي له هغه دا هم غوښتي چي وروستيو ځانمرګو بريدونو د افغانانو حوصله له خطميدو سره مخامه کړې ده او له پاکستان سره بايد راتلونکي ناستي مثبتي پايلي ولري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک سيدويل چي د سيمي يو پوخ سياست پيژندونکي بلل کيږي، ټاکل سوې په افغانستان کي د خپل سفر پرمهال د ناټو له مشر قوماندان جنرال جان الين، د امريکا له سفير ريان کروکر او لوړ پوړو افغان امنيتي مشرانو سره هم وګوري.

د ګروسمن د سفر دوهمه موخه پاکستان ښودل سوی.

د حالاتو شنونکي په دي باور دي، چي ګروسمن پر داسي وخت سيمي ته سفر کوي، چي د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکي خرابي سوي او نوموړي به هڅه وکړي دغه خرابي اړيکي بيا ورغوي.

د سياسي چارو شنونکي احمد سعيدي وايي که څه هم ګروسمن به همدا هڅه وکړي خو اوس اړيکي داسي نازک پړاو ته رسيدلي، چي په وينا يې په لنډ مهال کي د بيا جوړيدو وړ نه ښکاري.

ښاغلی سعيدي وايي، اوس د پاکستان چاړه د افغانستان او امريکي له غوښي تيره سوي او د هډ‌وکي د پري کولو په حال کي ده او په  کار دا ده چي له پاکستان سره د زاړه ضعيف موقف پر ځاي له نوي موقفه خبري وسي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل