1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی او کیري د دوه اړخیز تړون پر مهمو موضوعاتو توافق ته ورسیدل

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۱, یکشنبه

حامد کرزی او جان کیري د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزه تړون پر ځیني مهمو موضوعاتو توافق ته ورسیدل، خو د امریکایي سرتیرو د حقوقي مصؤنیت په برخه کې اختلاف پر ځای پاتې دی چې ولسمشر به یې لویې جرگې ته وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/19yil
انځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزی او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د افغانستان ملي حاکمیت، پر افغانستان باندې د بهرني هیواد د تجاوز تعریف، د ملکي تلفاتو مخنیوي او بهرني ځواکونو له لوري خپل سري عملیاتو د ختمولو په اړه توافق ته ورسیدل.

د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د حکومتونو تر منځ تر ټولو شخړه ییزه موضوع د تجاوز تعریف وو. ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ماښام ناوخته (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۱۲مه) په کابل کې له جان کیري سره یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «مشکل بحثونه ول. افغانستان خپل نظر او گټې په پام کې لرلې او امریکا خپل نظر او گټې.»

کرزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان ملي حاکمیت د ټولو مسائلو په راس کې قرار درلود، ځکه چې په دې برخه کې د تیرې لسیزې حوادثو ښه تجربه نه درلوده او د افغانانو پر کورونو بریدونه وشول چې د افغانستان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې وو.

ولسمشر وویل چې دواړو هیوادونو پر دې توافق کړی دی چې نور د افغانستان خلک د امریکایي سرتیرو د بریدونو قرباني نه شي. هغه همداشان وویل چې د ملکي تلفاتو د ختمولو پر سر هم توافق شوی دی.

ښاغلي کرزي وویل چې له دې سره سره چې د افغانستان او امریکا تر منځ په ستراتیژیک تړون کې واشنگټن په دې توافق کړی دی چې پر افغانستان باندې به د تجاوز په برخه کې له دې هیواد څخه ملاتړ وکړي، خو عملا دغه ملاتړ تر سره شوی نه دی. هغه زیاته کړه چې د تیر کال په جریان کې پر افغانستان باندې د توغندیو بریدونه شوي دي خو امریکایانو آن دا هم قبوله نه کړه چې پر افغانستان باندې تجاوز شوی دی:

«آیا تجاوز افغانستان ته د بهرني توپ او ټانک د راتگ په معنی دی که تجاوز د تروریست، ځان وژونکي، بم او ماین راستول دي؟»

حامد کرزي همدا شان وویل چې دواړو اړخونو د بهرنیو ځواکونو د «خپل سرو» عملیاتو د ختمولو پر سر هم موافقه وکړه، تر څو امریکایي ځواکونه او متحدین یې د خپلسرو بریدونو اجازه و نه لري.

د حقوقي مصوونیت پر سر اختلاف لا پر ځای پاتې دی

په ظاهري توگه چې اوس د دواړو هیوادونو تر منځ کوم اختلاف پاتې دی، د امریکایي ځواکونو حقوقي مصؤنیت دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، که چیرې امریکایي ځواکونه قضایي مصؤنیت و نه لري، د دواړو هیوادونو تر منځ به امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نه شي. هغه وویل، په ټولو هغو هیوادونو کې چې متحده ایالات سرتیري لري، له حقوقي مصؤنیت څخه برخمن دي، خو هغه په عین وخت کې ټینگار وکړ هیڅ مجرم به له جزا معاف نه شي. د کیري په وینا هغه سرتیري چې جرم یې کړی په متحده ایالاتو کې محاکمه کیږي او د خپل جرم سزا ورکول کیږي.

افغان ولسمشر وویل چې د قضایي مصؤنیت موضوع لویې جرگې ته پریږدي او د افغانستان خلک به په دې اړه پریکړه وکړي. هغه وویل چې د دغه موضوع په اړه پریکړه کول د افغانستان د حکومت له صلاحیته لوړه خبره ده.