1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: بايد د طالبانو سره خبري وسي

۱۳۸۸ بهمن ۲, جمعه

هغوی ته بايد د کار موندلو او هم خپلو کليو او کورونو ته د بېرته تگ لاره همواره شي. د دې کار لگښت به له نړيوالو مرستو څخه ورکوي...

https://p.dw.com/p/Le29
افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزیانځور: AP

افغان مشر حامد کرزی، د طالبانو لخوا د دښمنۍ له اعلان سره سره پر خپل دې هوډ باندې ټينگار کوي، چې بايد نرمښت پلوه طالبان ټولنيز ژوند ته راگډ کړي. کرزي له برطانوۍ راډيو BBC سره پخپله يوه مرکه کې وويل:

«هغوی ته بايد د کار موندلو او هم خپلو کليو او کورونو ته د بېرته تگ لاره همواره شي. د دې کار لگښت به له نړيوالو مرستو څخه ورکوي.»

کرزي دا خبره هم کړې، چې په لندن کې به راتلونکې اونۍ کې جوړېدونکی د افغانستان کانفرانس د ده غوښتنې او پلانونه مني.

له بله پلوه د انگلستان د بهرنيو چارو وزير داويد ملي بانډ له واشنگټن څخه د خپلې کتنې په موقع دا شکايت کړی دئ، چې ناتو تر اوسه پورې په افغانستان کې د کار وړ څارندويو له روزنې او جوړونې څخه ډېره ليرې ده.

د آلمان لومړۍ وزيره ميرمن انگيلا ميرکل او د فرانسې مشر نيکولاس سرکوزي، د تلفون له لارې د افغانستان په اړوند د نظر يوالي ته سره رسېدلي دي.

د لندن کانفرانس د جنورۍ د مياشتې په ٢٨ نېټه د پنجشنبې په ورځ، چې د سلواغې يا دلوې د مياشتې له ٨ تاريخ سره برابره ده، د بهرنيو چارو د وزيرانو په سويه پيل کيږي.

AG/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل