1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: بګرام د «طالب جوړولو کارخانه» ده

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۵, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندان د بنديانو د آزادولو څخه دفاع وکړه. کرزي وويل دغه زندان د «طالب جوړولو يوه کارخانه» ګرځېدلې ده او هلته يو شمېر بې ګناه انسانان بنديان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ax2A
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۵) په ارګ کي يوه خبري کنفرانس ته وويل چي بګرام زندان ته داسي بې ګناه انسانان وروستل سوي دي او هلته داسي کړېدلي دي چي له حکومت څخه يې نفرت وسي.

حامد کرزي د بګرام زندان د بنديانو د آزادولو دفاع وکړه او ويې ويل چي دغه زندان د طالب جوړولو کارخانه ده: «بګرام د طالب جوړولو فابريکه ده. بګرام هغه ځای دی چي بې ګناه وګړي وروستل کيږي او د خپل هیواد او خاوري پرضد نفرت ورسپارل کیږي.»

دوهم ډيورنډ؟

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل په هغه صورت کي چي د امنيتي تړون تر لاسليکولو وروسته په افغانستان کي جنګ دوام ومومي، نو په حقيقت کي يې هغه کار کړی دی چي امير عبدالرحمن خان د ډيورڼد د خط په برخه کي کړی دی. د کرزي په خبره که په افغانستان کي امنيت تامين نه سي، له امريکا سره د امنيتي تړون لاسلیکول به د ډيورنډ او ګندمک معاهدو بيا تکرار ول وي.

کرزي وويل، عبدالرحمن خان ته هم په هغه وخت کي ګواښ کېدی چي که د ډيورنډ معاهده لاسلیک نه کړي د بريتانيا مرستي قطع کيږي او ده ته هم د امريکا له خوا اوس ګواښ کیږي چي که دغه امنيتي تړون لاسليک نه کړي افغانستان به د طالبانو او پاکستان له يرغلونو سره مخامخ وي.

سوله د پاکستان او امريکا په لاس کي ده

ولسمشر حامد کرزی وايي، تر هغه وخته چي د سولي پروسه پيل سوې نه وي له امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک نه کړي. کرزي يووار بيا ټينګار وکړ چي امريکا او پاکستان کولای سي چي په افغانستان کي سوله ټينګه کړي.

کرزي په خپلو خبرو کي زياته کړه: «که امریکا او پاکستان زموږ سره صادقانه عمل وکړي او وغواړي چي سوله راسي نو زموږ په هيواد کي سوله راتلای سي. که د دغو هيوادونو يو يې صادق نه وي بل يې بايد راسي او ووايي چي زموږ همکار صادق نه دی چي موږ په دې پوه سو چي څوک صادق دی.»

حامد کرزي وويل، په هغه صورت کي چي امريکا نه غواړي په افغانستان کي سوله تامين کړي، له دغه هيواد څخه دي ووځي، څو افغانان له سرګردانۍ څخه وژغورل سي.

د کرزي په خبره که امنيتي تړون بې له دې چي په افغانستان کي سوله راسي لاسليک سي، نو دغه هيواد به په ملوک الطوايفي باندي بدل سي او کمزوره مرکزي حکومت به له محلي حکومتونو سره مخامخ وي.


کرزي ټينګار وکړ، چي که د سولي پروسه پيل نه سي او امريکايان په افغانستان کي پوځي اډې ولري، د طالب په نامه به مو هره ورځ خلک وژل کيږي. هغه وويل چي امريکا او ناټو نه بايد دا توقع ولري چي افغانستان تر ابده پوري په نيمه جنګ کي پاته سي.

کرزي په خپلو خبرو کي ټينګار وکړ چي پر هغه باندي په فشار راوستلو سره به هيڅ وخت امنيتي تړون لاسليک نه کړي: «موږ به هيڅکله ګواښونه، فشارونه او رواني جنګ دې ته مجبوره نه کړي چي امنيتي تړون دي لاسليک کړو.»