1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: تر ۲۰۱۴ کال وروسته گډوډی نه پيښيږي

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا له ۲۰۱۴ کال وروسته د رامنځته کېدونکي حالت په اړه اندېښنې بې ځايه وبللې اوزیاته يې کړه، چي هېواد يې د پرمختگ پر لور روان دى.

https://p.dw.com/p/16qMc

ولسمشر کرزي چې نن سه شنبه (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۷) په کابل کې د صنايعو يوې ملي غونډي ته وينا کوله، ټينگار وکړ، چې د هېواد د وضعيت په اړه د لوېديځو رسنيو تبليغات په امنيتي تړون کې د امريکا د گټو د خونديتوب په موخه دي.

«موږ د امریکا او د هغې له ځېنو انډېوالانو سره د گټو د یوې سختي معاملې په درشل کې یو، هغوی له افغانستان سره په امنیتي تړون کې خپلي گټي لټوي او موږ بیا د خپلو گټو په لټه کې یو، هغوی پیاوړي رسنۍ لري غواړې چې د خپلو رسنیو او څېړونکو ادارو له لاري پر موږ فشار راوړي چې موږ د هغوی گټو ته غاړه کښېږدو، خو موږ ټینگ ولاړ یو خپلي گټي غواړو او زیاتي یې غواړو.»

ولسمشر کرزي پر افغانانو باندي ږغ وکړ، چې ۲۰۱۴ کال له سره وباسی، ځکه تردغي نېټې وروسته به په افغانستان کې هېڅ ناوړه حالت رامنځته نه شي.

کرزي د صنايعو په برخه کې پرمختگ وستايه او د گاونډيو هېوادونو په گډون يې له ټولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانگونه وکړي.

بله خوا د آیسا یا پانگه اچوني ملي ادارې هم په هېواد کې د پانگوني د کچې د راکښته کېدو په اړه ټولي څرگندوني بې بنسټه وبللې. د دغي ادارې مشر د ملي صنایعو غونډي ته وویل، چي د تېرکال په پرتله سږکال په افغانستان کې د پانگوني کچه۲۰ سلنه لوړه شوې ده او هیله یې وښوده چې په ۲۰۱۳ کال کې به دا کچه نوره هم لوړه شي:

«تېر کال په هېواد کې د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پانگونه شوې وه، په داسې حال کې چې سږکال دغه کچه ۵۵۳ میلیونه ډالرو ته رسیدلې ده. موږ په دې آند یو، هغه فرصتونه چې زموږ هېواد یې لري په ۲۰۱۳ میلادي کال کې به د پانگوني کچه نوره هم لوړه شي.»

ښاغلي کرزي نن د ملي صنایعو سرتاسري کنفرانس ته د وینا پر مهال دا هم وویل چې د افغانستان کورني تولیدات د گاونډیو هېوادونو په پرتله غوره دي او زیاته یې کړه افغانان باید خپلو کورنیو تولېداتو ته پاملرنه زیاته کړي.

نوموړي د غونډې گډونوالو ته د افغانستان د درمل جوړوني په فابریکو کې د جوړو شویو ځېنو درملو بیلگې هم وښودې او دا یې د هېواد د پرمختگ پر لور یو گټور گام وباله.

«زموږ گاونډیان دې خفه نه شي تر هغوی زموږ د درملو کیفیت غوره دی، وې پیرﺉ! زموږ صنعت هغه مهال وده کولای شي، چې موږ خپل درمل رانیسو، خپل سیخونه وپیرو، په خپل هېواد کې جوړي شوې دروازې واخلو، خپل کوچ او چوکۍ رانیسو او نور...»

ده وويل له افغانستان سره د مرستې په پرتله په دغه هېواد کې پانگونه د افغانانو په گټه ده او نړیواله کولای شي بي له کومي ویرې په ا فغانستان کې پانگونه وکړي.

اقتصاد پوهان وايي، چي په هېواد کې اقتصادي پرمختگ هله شونی دی، چې د صادراتو او وارداتو ترمنځ یو منطقي انډول رامنځته شي.

د افغانستان د سوداگری خوني چارواکو تردې وړاندې ویلي ول، چي افغانستان هرکال تر۵ میلیارده ډالرو زیات واردات لري، چې دا هېواد ته د موادو په وارداتو کې بېخي لوړ رقم دی.

اسماعيل شاکر/ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب